معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / درې نورو هېوادونو فلسطین په رسمیت وپېژانده

درې نورو هېوادونو فلسطین په رسمیت وپېژانده

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د راپورونو له مخې ناروې، ایرلېنډ او اسپانیا په یوه تاریخي ګام کې اعلان وکړ، چې فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني.

د ناروې لومړی وزیر یوناس ګهر تورې ویلي، هېواد یې د همدې مې میاشتې له ۲۸مې وروسته فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني.

د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس په وینا نوموړي پرون ویلي، چې له دغې رسمیت پېژندنې پرته په منځني ختیځ کې سوله نه شي راتلی.

د ایرلېنډ لومړي وزیر سیمون هاریس او د اسپانیا لومړی وزیر پیترو سانچز هم له ناروې سره په همغږۍ ورته اعلان کړی دی.

دغه ګام د اسراییل غصه پارولي او د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر اسراییل کتز سملاسي له ایرلینډ او ناروې څخه خپل سفیران وربللي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس