معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح شوه

د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند ویلي، چې د حکومت د امیر له لوري د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه له هر اړخیز غور او دقت وروسته توشیح شوه.
مـ.ـجاهد ویلي، ملي بودیجه له خپلو کورنیو عوایدو څخه چمتو شوې، چې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره مالیې وزارت به د تل په څېر د ۱۴۰۳ لمریز مالي کال ملي بودیجه د هېواد په مالي سیستم کې ځای پر ځای کړي او د روان مالي کال اړوند ټولو (عادي او انکشافي) برخو ته به په پوره روڼتیا سره په نورمال ډول رسېدنه وشي.
د یادونې وړ ده چې د سږني مالي کال د بودیجې اندازه نه ده په ډاګه شوې، چې څو میلیارده افغانۍ عادي او انکشافي بودیجه روان کال ته منظور شوې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس