معماری
خانه / ګهیځ / په IPL کې د کلکتې لوبډلې پایلوبې ته لار پيدا کړه

په IPL کې د کلکتې لوبډلې پایلوبې ته لار پيدا کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هندو په سوداګریز کرکټ لوبو یا IPL کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د حیدر اباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په دې نیمه پایلوبه کې حیدراباد لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ او په ځواب کې کلکتې لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴م اور په څلورم توپ ترلاسه کړ او لوبه یې په ستر توپیر ۸ ویکټو وګټله.

د کلکتې لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز هم د ښې ویکټ ساتنې ترڅنګ ۲۳ چټکې منډې جوړې کړې.

دا چې حیدر اباد لوبډله د نمرو په جدول کې په دوهم مقام کې وه، نو په دوهمه نیمه پایلوبه کې هم د لوبېدو چانس لري. حیدرآباد لوبډله به د راجستان او بنګلور لوبډلو ترمنځ د ګټونکې لوبډلې سره په دوهمه نیمه پایلوبه کې مخامخ شي.

ټاکل شوې چې د ای پي ایل سیالیو پایلوبه د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه په چینای کې ترسره شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس