معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د اوبو رسولو پروژې پلې کوي

قطر د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د اوبو رسولو پروژې پلې کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس ډاکټر محمد صلاح ابراهیم او ورسره مل پلاوي د کلیو او پراختیا له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت سره په همغږۍ د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې خلک یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي د اوبو رسولو پروژې پلې کوي.

په ورته مهال د کلیو، بیارغونې او پراختیا سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې ویلي، چې د پروژو د تطبیق په برخه کې باید لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي، څو دغه پروژې د متوازن پرمختګ پر اساس پلي شي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د پاکو اوبو د رسولو چارې ګړندۍ کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

Web:

صفحهء اصلی

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس