معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سېلاب ځپلو ته د سرپناه جوړولو لپاره بانکي حسابونه پرانیستل کیږي

سېلاب ځپلو ته د سرپناه جوړولو لپاره بانکي حسابونه پرانیستل کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت چارواکو ویلي، چې سېلاب ځپلو سره د مرستو او هغوی ته د سرپناه د جوړولو لپاره دې مالیې وزارت افغاني او ډالري حسابونه پرانیزي.

د رییس الوزرا په یوه تازه حکم کې راغلي، چې د دغو حسابونو په پرانیستلو سره به د مرستو لپاره يو روڼ ادرس موجود وي او هم به اړمنو هېوادوالو ته په سمه توګه ورسول شي.

د دغه حکم له مخې به راټولې شوې مرستې د کور او ښار جوړولو وزارت تر مشرۍ لاندې د یو شمېر وزارتونو په غړيتوب د يوې کمېټې له لارې د رياست‌ الوزرا مقام د هدايت اخيستلو څخه وروسته د تدارکاتي، بودیجوي، تخصيصاتي او تادياتي مراحلو څخه پرته په یادو برخو کې وکارول شي.

دغه حکم کې دا راز له ټولو هېوادوالو ملي او نړيوال مرستندويه بنسټونه غوښتل شوي، چې خپلې مرستې د نوموړو حسابونو له لارې ترسره کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس