معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو د کلني معاش نیمايي پیسي په رشوت کې بېرته د ریاست مامورینو ته ورځي

په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو د کلني معاش نیمايي پیسي په رشوت کې بېرته د ریاست مامورینو ته ورځي

په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو د کلني معاش نیمايي پیسي په رشوت کې بېرته د ریاست مامورینو ته ورځي

راپور :ذیشان ذهین
په ننګرهار کې د یوې میاشتې په اوږدو کې د ګهیځ ټولنې څېړنې ښکاروي چې ددې ولایت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو ریاست کارکونکي په ټولیزه توګه د مستحقو شهیدانو او معیوبینو د یوه کال نیمایي معاش له هغوی نه په کمیشن او رشوت کې بېرته اخلي.
د معلوماتو له مخې د ننګرهار په یاد ریاست کې په رسمي بڼه له دېرش زره زیات د شهیدانو وارثین او معیوبین ثبت دي چې د ګهیځ د موندنو له مخې د دوی د معاشاتو د ورکړې په پروسه کې پراخ فساد شته دی.
د ګهیځ خبریال د یادې موضوع په تړاو له ګڼو معیوبینو او همدارنګه د شهیدانو له وارثینو سره خبرې کړې دي چې وایي د خپل استحقاق ترلاسه کولو لپاره د هغې نژدې نیمایي بېرته د شیرینۍ او کمیشنکارۍ په نامه ترې د همدې ریاست چارواکو او مامورینو اخیستي دي.
د ګڼو معیوبینو او د شهیدانو د وارثینو له کورنیو څخه شپږ تنه (عبدالقیوم، لعل ګل، حضرت ګل، مالیار، عبدالباقي او محمد طاهر) له ګهیځ سره د یوې ګډې مرکې په ترڅ کې د شهید او معلول لپاره د کتابچې او کارت له جوړولو نیولې بیا د کلنيو معاشاتو تر ورکړې او نورو ټولو امتیازاتو د اخیستو په مراحلو کې د پراخ فساد له شتون څخه سر وټکولو.
د دغو معلولینو له ډلې عبدالباقي چې خپل نظامي ورور عبدالصمد یې په ۱۳۹۸ هـ ش کال د دولت په دفاع کې له لاسه ورکړی، د یاد ریاست ځینې مامورین په مستقیمه توګه په فساد کې ښکېل ګڼي.
نوموړي د دغه مامورینو په مخ کې ادعا وکړه چې د خپل شهید ورور کتابچې ترلاسه کولو لپاره یې له همدې مامورینو څخه یو مامور ته د شیرینۍ په نوم څو وار دوه_دوه زره افغانۍ ورکړې دي، خو د معلولینو ریاست بیا د عبدالباقي نومي کس دغه ادعا نه مني او په دې برخه کې له نوموړي نه د مستندو شواهدو د شتون غوښتنه کوي، هغه غوښتنه چې د یاد معلول په وینا د پوره کېدا په لار کې یې بېرته همدا غوښتونکي خنډ ګرځي.
د یاد ریاست سره ثبت شویو معیوبینو له ډلې بل تن چې د موضوع د حساسیت له امله خپل هویت پټ ساتل غواړې، د یوې جلا مرکې په ترڅ کې وایي چې نوموړی په ارزګان ولایت کې د ملي اردو سرتیری ؤ چې د ماین د چاودنې له امله یې ښۍ پښه تر زنګانه لاندې له لاسه ورکړه.
نوموړی زیاتوي: “چې کله عادي حالت ته راغلم. د کتابچې لپاره مې ډېرې منډې وکړې. چا به یو او چا به بل ځای ته لېږلم. بېخي یې د کتابچې له جوړولو زړه تورن شوم. اخر یو چا راته د معلولینو ریاست کې کمېشنکار په ګوته کړ. هغه په دې شرط چې د کتابچې د لومړني کال معاش به خپل جیب کې اچوي، د کتابچې د جوړولو وړاندیز وکړ.”
نوموړی زیاتوي :” زما د معاش کتابچه جوړه شوه، خو تر اوسه دادی درې کاله پوره شول، اما تر اوسه مې د کتابچې پوره معاش جېب کې نه دی اچولی. ځینې یې فیصدۍ، ځینې یې شیرینۍ او ځینې یې په نورو بهانو رانه اخیستل کېږي.”
د دوی په خبره د کتابچو د وېش پروسې ترڅنګ د کلني معاشاتو د ورکړې پرمهال د څو محدودو کسانو له خوا په لوی لاس خپلو شخصي موخو لپاره کارونه سختیږي، څو د شهیدانو کورنۍ او معلولین مجبور شي چې د خپلو امتیازاتو د ترلاسه کولو په بدل کې خپل کارونه په رشوت او یا په کمېشنکارۍ دوی ته یا د دوی کسانو ته وسپاري.
بل اړخ ته همدلته یوې پټې سرچینې ګهیځ ته د مؤمن، خیرالله او خان بادشاه په نوم د هغو درې تنو معلولینو نومونه په ګوته کړل چې د شهیدانو کورنیو او معلولو وګړو لپاره د یوکال معاش اخیستو په بدل کې د کتابچې ټولې چارې بشپړوي.
د دغې پټې سرچینې د اطلاع له مخې د معلولینو په ریاست کې یو شمېر کارکوونکي د یادو کمېشنکارانو سره هم شریک دي چې له امله یې په لوی لاس د نورو معلولینو لپاره ستونزې او خنډونه ایجادیږي، څو معلول او یا د شهید ورثه د چارو له ترسره کواو ستړې او کمېشنکار ته یې د پیسو په بدل کې وسپاري.
محمد طاهر بیا د هغو بې وزله معلولینو له ډلې دی، چې د معلولینو ریاست ته د تلو کرایه یې هم له بل چا څخه پور کړې وه، خو تر شپږ ځلې تلو راتلو وروسته یې چې بیا هم خپل کلنی معاش ترلاسه نشوای کړای، اړ شو چې د لس زره افغانیو څخه تېر او د یوې ورځې په ترڅ کې خپل معاش ترلاسه کړي.
د ده په خبره د مجبورۍ له امله یې خپل کلنی معاش په لس زره افغانیو وپېره.
نوموړی زیاتوي: “د دغو لس زره روپیو په ورکړه مې هېڅ زړه نه کېده. څو وار مې وشمېرلې. فکر به مې وکړ چې دا مې د یوې میاشتې اوړه، غوړي، چای او هر څه کېږي. ولې یې بل چاته پرته له حقه ورکړم؟ خو نه کېده. که لس ځله نور هم راغلی وای، همداسې به کله یو خوا او کله بله خوا ټېل وهل کيدم. ستړی ستومانه، وږی_تږی به بېرته کور ته ناهیلی لاړم. بله اسره راسره نه وه.”
د ګهیځ د همدې موندنو په اساس د یو شمېر معلولینو د یوه، دوه او آن دریو کالو معاش د همدې مسایلو د شتون له امله لاهم نه دی ورکړل شوی.
بل خواته په ننګرهار کې د شهیدانو او معلولینو چارو آمر علي محمد کاکړ بیا له ګهیځ سره د یوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې دغه ادعاوې رد کړې.
د ده په خبره تر راتګ وړاندې یې که یادو مسایلو شتون درلود، خو دندې ته د دده پر راتګ دغه مسایل تر ډېره بریده ورک شوي دي.
کاکړ د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې د شته ستونزو د ادعاوو لوی دلیل د تشکیل او بودیجې کمښت په ګوته کوي. او زیاتوي چې ننګرهار کې د ۳۰ زره شهیدانو او معلولینو لپاره یوازې پنځه تنه رسمي مامورین په دنده ګومارل شوي. زموږ د موندنو له مخې د همدې مامورینو کمښت له امله بیروبار ډېر شوی، چې له امله یې هر معلول د وخت او ورځو د کم صرف لپاره فساد ته مخه کوي.
د معلولینو ریاست یاد آمر پر مرکزي حکومت نیوکه کوي چې د ننګرهار مساحت او نفوس ته د بودیجې په ورکړه کې پام نه کوي. د ده په خبره لوی او واړه ولایتونه د بودیجې په ورکړه کې یوشان په نظر کې نیول شوي دي، چې په خبره یې ځینو ولایتونو کې یاد کلني معاشات زیاتیږي، خو د ننګرهار په څېر ځینې ولایتونه بیا د بودیجې د کمښت له امله په دوامداره بڼه یادو ستونزو سره لاس ا ګرېوان وي، چې همدا مسایل د فساد لپاره زمینه برابروي.
د ننګرهار معلولینو ریاست کې دغه معلولین په داسې مهال د فساد د شتون څخه پرده پورته کوي، چې د روانې جګړې له امله د هېواد په کچه ورځ تر بلې د شهیدانو او معلولینو شمېر په چټکۍ سره مخ په ډېرښت دی، چې ورسره د فساد په اړه اندېښنې هم ورځ تر بلې زور اخلي.
د ننګرهار د معلولینو او شهداوو د ریاست په وینا د ورځې په منځني ډول تر پنځلسو پورې شهیدان او معلولین یوازې یاد ریاست سره د کتابچې او کارت جوړولو په موخه ثبت کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس