معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / پاکستان کې د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیل په اړه اندېښنې زیاتې شوي

پاکستان کې د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیل په اړه اندېښنې زیاتې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو له کوچي اختر وروسته د بې اسنادو افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیلېدو په اړه خبرداری ورکړی، د کډوالو د مدافعینو د دغه خبرداري په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبره ټول بې اسناده کډوال باید دې پړاو کې خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د دغې وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ادعا کړې، چې پاکستان کې ګڼ شمېر امنیتي پېښې، افغانستان کې د مېشتو ډلو سره تړاو لري او په خبره یې په دې برخه له افغان چارواکو د جدي اقداماتو تمه لري.

افغان لوري بیا په کراتو د پاکستان دغه ډول ادعاوې بې بنسټه بللي او زیاته کړې یې ده چې پاکستان دې امنیتي برخو کې د خپلې ناکامۍ پړه پر افغان لوري نه اچوي.

تازه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستانه غوښتي، چې د کډوالو د وېستلو په اړه هر راز پرېکړه باید له دوی سره په تفاهم وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس