معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې پر ښځینه قشر د بندیزونو دوام د ثبات هڅې زیانمنوي

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې پر ښځینه قشر د بندیزونو دوام د ثبات هڅې زیانمنوي

کابل-گهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۴ مه نېټه):
ملګرو ملتونو د سرپرست افغان حکومت له لوري په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندېز پرېکړه غندلې ده.
دوی ویلي چې دا کار به د افغانستان د ثبات لپاره روانې هڅې زيانمنې کړي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر کړی چې تر دویم امر پورې دې د ټولو هغو ښځینه کارکوونکو دندې چې له دوی سره کار کوي، وځنډوي. په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما پرخپله ټویټرپاڼه د دغه نړیوال سازمان د بشري همغږۍ د ادارې یا اوچا اعلامیه خپره کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې ملګري ملتونه په غير دولتي ملي او نړيوالو ادارو کې د ښځو پر کار د بندېز پر پرېکړې ژور اندېښمن شوي دي.
دوی زیاته کړې چې دغه ډول حکمونه نه یواځې د ښځو له بنسټيزونو حقوقو څخه سرغړونه ده، بلکې د نړیوالو اصولو خلاف عمل هم دی.
په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو استازي به د سرپرست افغان حکومت له مسوولینو سره په دې اړه خبرې وکړې او له هغوی به سپیناوی وغواړي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ښځې باید د بشري مرستو رسولو د پروګرامونو ترڅنګ د ژوند په ټولو برخو کې فعاله ونډه ولري.
دې وروستیو کې د سرپرست افغان حکومت له لوري پر ښځینه قشر نویو بندیزونو ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راپارولي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس