معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو ته دوام ورکوو

ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو ته دوام ورکوو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي، دغه سازمان نغدې پیسې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان ته لېږدوي چې افغانستان کې د بشردوستانه حیاتي مرستو لپاره د میلیونونه اړمنو کسانو لاسنیوي کې ترې کار اخیستل کیږي.
یوناما ویلي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو پر مټ د نغدو پیسو استولو اصلي لامل دا دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې کله چې نړیوالو بانکونو څخه افغانستان ته د پیسو د لېږد په سیستم کې ستونزه رامنځته شوه، دغه نغدي مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو له لارې یوه خصوصي بانک ته سپارل کیږي او له هماغه ځایه یې ملګري ملتونه په مصرف رسوي.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون اړمنو افغانانو سره دا مرستې د دغه سازمان د اړوندو ادارو له لارې لګول کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس