معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سبا په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي

سبا په ټول هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پولیو څخه پاک افغانستان موسسې ویلي، سبا دوشنبه به په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شي.

دغې موسسې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په دغه پروګرام کې ماشومانو ته)ویټامن( A هم په پام کې نیول شوې ده.

له پولیو څخه پاک افغانستان موسسې خلکو ته سپارښتنه کړې، چې خپلو ماشومانو ته د ویټامین A لرونکي خواړه ورکړي، چې له دغې ناروغۍ وژغورل شي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو په له منځه وړلو کې لا هم نه دي بریالي شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلي وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو وېستل او د خلکو پراخ تګ – راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس