معماری
خانه / ژورنالیزم / قرآن کریم او د نوي ژورنالیزم بنسټیز اصول!
قرآن کریم او د نوي ژورنالیزم بنسټیز اصول

قرآن کریم او د نوي ژورنالیزم بنسټیز اصول!

 

د ګهیځ ټولنې مشر سردارمحمد دیندارخېلقرآن کریم او د نوي ژورنالیزم بنسټیز اصول

بشریت په ټوله کې د ژوندانه په لړ کې یو شمېر قوانینو او مقرراتو ته اړتیا لري، تر څو وکولای شي، خپل ژوند په ښه توګه سرته ورسوي او د ژوندانه په هېڅ برخه کې هم له ستونزو سره مخ نشي، الله تعالی هم د مخلوقاتو لپاره او په ځانګړې توګه انسانانو ته یو جامع کتاب د دوی د لارښوونې لپاره رالېږلی چې د دوی ټولې ستونزې د دغه کتاب په لوستلو او پر هغه په عمل کولو سره حل کېږي.

د قرآن کریم په آیتونو کې له ورایه معلومېږي چې الله جل جلاله د بشریت د ژوند د هر اړخ لپاره یو چوکاټ ټاکلی ترڅو وکولای شي خپل ځان او ټول بشریت ته ګټور واقع شي.

په نننۍ نړۍ کې یوې خواته ژورنالیزم او رسنۍ د ټولنې یو مهم او بنیادي اړخ ګرځېدلی، بل خوا کله کله هغه ژورنالیستان چې له اسلام او دین نه ناخبره دي، داسې هم وایي چې اسلام او ژورنالیستیکي اصول سره سر نه خوري، حال دا چې په اسلام کې لومړی ژورنالیست حضرت عبدالله بن ابوبکر رضی الله عنه دی، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر رضی الله عنه ثور غار ته لاړل، نو عبدالله بن ابوبکر رضی الله عنه به د ورځې ټول خبرونه د شپې لخوا رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر رضی الله عنه ته وروړل او هغوی به یې د قریشو له پرېکړو او تصمیمونو څخه خبرول.

همدارنګه الله تعالی په قرآن کریم کې د سورت نمل په ۲۲، ۲۳، ۲۴، ۲۵ او ۲۶ آیتونو کې د نوي ژورنالیزم بنسټیز اصول بیان کړي چې دلته لومړی ددغو آیتونو لنډه ژباړه او بیا هغه اصول ذکر کوو، الله تعالی فرمایي: فَمَكَثَ غَيْرَ بَعِيدٍ فَقَالَ أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ ﴿٢٢﴾ إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً تَمْلِكُهُمْ وَأُوتِيَتْ مِن كُلِّ شَيْءٍ وَلَهَا عَرْشٌ عَظِيمٌ ﴿٢٣﴾ وَجَدتُّهَا وَقَوْمَهَا يَسْجُدُونَ لِلشَّمْسِ مِن دُونِ اللَّـهِ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِيلِ فَهُمْ لَا يَهْتَدُونَ ﴿٢٤﴾ أَلَّا يَسْجُدُوا لِلَّـهِ الَّذِي يُخْرِجُ الْخَبْءَ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُخْفُونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ﴿٢٥﴾ اللَّـهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِيمِ ۩ ﴿٢٦﴾

نو هغه (هدهد) ایسار شو، خو ډېر نه، (او ژر راغى) نو ويې ويل: ما هغه معلومات ترلاسه کړي دي چې ته پرې خبر نه یې. زه د سبا په هکله له باوري خبر سره درته راغلی یم (۲۲) بې له شكه چې ما یوه داسې ښځه وموندله چې په دغو (د سبا ښار په اوسېدونكو) سلطنت كوي او هغه د مال او شتمنۍ له هر څه برخمنه ده او یو ډېر لوی تخت لري (۲۳) ما هغه او د هغې قوم ومونده چې له الله نه پرته، لمر ته سجده كوي او دوى ته شیطان خپل عملونه ښايسته كړي دي، نو دوى يې له (حقې) لارې نه منع كړي دي، نو دوى هدایت نه مومي (۲۴) چې دوى الله ته سجده ونه كړي، هغه چې په آسمانونو او ځمکه كې پټ څیزونه راوباسي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ (۲۵) له الله پرته د عبادت بل هېڅ لایق نشته، مګر هم دى دى،(چې) د ډېر ستر عرش رب دى (۲۶)

په پورتنیو آیتونو کې د هدهد (ملا چرګک) او بلقیس (سبا پاچا) کیسه ذکر شوې ده، که چېرې دغې کیسې ته په ژوره توګه وکتل شي نو د نوي ژورنالیزم ټول اصول پکې بیان شوي دي.

۱- لومړی خبر باید تازه (نوی) وي. یعنې خبر د لوستوونکي او اورېدونکي لپاره نوی وي که چېرې تازه نه وي نو بیا خبر نه دی، په دغه کیسه کې که وګورو نو هدهد وایي: (أَحَطتُ بِمَا لَمْ تُحِطْ بِهِ) ما هغه معلومات ترلاسه کړي دي چې ته پرې نه پوهېږې، یعنې کوم خبر چې هدهد راوړی ؤ نوی او تازه ؤ چې سلیمان علیه السلام پرې خبر نه ؤ.

۲- خبر باید رښتیا (یقیني) وي نو په دې پار هدهد وویل:( وَجِئْتُكَ مِن سَبَإٍ بِنَبَإٍ يَقِينٍ) یعنې د سبا د قوم په باب له باوري خبره سره درته راغلی یم. دلته یې داسې ونه ویل چې له سبا څخه مې یو خبر راوړی دی، بلکې خپل خبر یې یقیني وباله.لکه په اوسني ژورنالیزم کې چې په دې خبره ډېر ټېنګار کېږي چې خبر باید غلط نه وي او یا پکې له تزویر څخه کار نه وي اخیستل شوی.

۳- په خبر کې باید د خبر اساسي پوښتنې لکه: څوک، څه، چېرته، څه وخت، ولې او څرنګه شاملې وي تر څو لوستوونکی او اوریدونکی په خبر باندې په هر اړخیزه توګه پوه شي. په پورته ذکر شوې کیسه کې دغه ټولې اساسي پوښتنې شته چې په لنډه توګه ورته اشاره کوو:

څوک؟ بلقیس د سبا پاچا.

چېرته؟ د سبا ښار کې

څه؟ ما هلته یوه ښځه وموندله چې هغې ته ډېر لوی تخت ورکړی شوی ؤ او د هغې قوم د الله په ځای د لمر پر وړاندې سجده کوله.

ولې؟ شیطان د هغوی عملونه د هغوی لپاره ښایسته کړي او هغوی یې له لارې اړولي دي.

څه وخت؟ کله چې هدهد سلیمان علیه السلام ته ورسېد.

که کیسې ته لږ ښه ځیر شو نو دا به روښانه شي چې دلته د خبر هغه اساسي پوښتنې چې د یو خبر مسلکي او فني اړخ دی، هدهد بیان کړی دی چې لوستوونکي او اورېدونکي ته په ذهن کې کومه پوښتنه نه پاتې کېږي.

۴- اسلامي ژورنالیزم مثبت دی یوازې د یوې خطاء په اشارې بسنه نه کوي، بلکې د خطاء بدیل هم بیانوي. پورتني آیت ته که وکتل شي چې هدهد وایي د سبا قوم د لمر عبادت کوي او دا سم کار نه دی، نو باید څه وکړي؟ ولې هغوی خدای ته سجده نه کوي چې د ځمکې او آسمانونو پټ شیان راوباسي.

۵- اسلامي ژورنالیزم تحلیلي ژورنالیزم دی کله چې یوه خبره باندې نقد کوي نو د هغې لپاره کره دلایل هم وړاندې کوي لکه څرنګه چې هدهد د بلقیس سیاست نقد کړ نو د هغوی لپاره یې عقلي دلیلونه وړاندې کړل:

  • الله هغه ذات دی چې د آسمانونو او ځمکې پټ شیان را وباسي.
  • په ټولو هغو شیانو پوهېږي چې تاسې یې پټوئ او یا یې ښکاره کوئ.
  • الله تعالی د لوی عرش (تخت) څښتن دی.

۶- مسلمان ژورنالیست به د پېښې ځای ته ورځي او هغه پېښه به په خپلو سترګو ګوري او بیا به خپل خبر او راپور پرې لیکي.

بریالی ژورنالیست دا نه دی چې د خپل کاري میز ترشا ناست وي، خبر او راپور جوړوي، بلکې اصلي ژونالیست هغه دی چې د حادثې ځای ته لاړ شي او له نږدې څخه خپل راپور او خبر ترتیب کړي لکه هدهد چې د بلقیس ځای ته لاړ او په خپله یې صحنه ولیدله او بیا یې سلیمان علیه السلام ته خبر راووړ.

داسې نه ؤ چې هغه د نورو الوتونکو څخه خبر اورېدلی وي او بیا یې سلیمان علیه السلام ته راوړی وي، بلکې وایي: إِنِّي وَجَدتُّ امْرَأَةً یعنې ما هلته یوه ښځه وموندله.

۷- مسلمان ژورنالیست باید هېڅوک د نقد څخه پورته ونه ګڼي لکه څرنګه چې هدهد د بلقیس او د هغې د قوم عقیده او باور سم ونه ګاڼه او په هغوی یې نقد وکړ او له هغوی څخه و نه ډار شو، بلکې په هر اړخیزه توګه یې هغوی نقد کړل.

۸- اسلامي ژورنالیزم او مسلمان ژورنالیست به هڅه کوي چې حق خپور کړي، باطل کشف کړي او د منځه وړلو لپاره یې هر ډول کار وکړي لکه څرنګه چې هدهد دغه کار وکړ، د سبا قوم عقیده او باور یې کشف کړ او بیا یې ورته چاره وسنجوله، یا دا چې د مسلمان ژورنالیست دنده داده چې حق، رښتیا او عدل خپور کړي او ټولنه کې یو مثبت تغییر راولي څرنګه چې هدهد دغه کار وکړ.

۹- مسلمان ژورنالیست باید زړور وي، تل حق ووایي او هېڅکله هم له چا څخه و نه ډار شي.

په پای کې ویلی شو چې په قرآن کریم کې د بشریت ټول اړخونه څېړل شوي او په هره برخه کې یې ورته بنسټیز اصول ایښي دي چې د دې خبرې یوه ښه بېلګه په قرآن کریم پورته یاد شوي د ژرونالیزم بنسټیز اصول دي.

 

قالب وردپرس