معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزې جګړه کې د وژل شویو اسراییلو پوځیانو رسمي شمېر له سلو واوښت

غزې جګړه کې د وژل شویو اسراییلو پوځیانو رسمي شمېر له سلو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ  ۲۱  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځینو بهرنیو رسنیو د اسراییلي چارواکو له قوله ویلي، چې د غزې په روانه جګړه کې یې د وژل شویو پوځیانو رسمي شمېر له سلو واوښت.

په داسې حال کې چې اسراییلي اشغالګر د غزې جنوبي برخې خان یونس کې د حمـ.ـاس جنګیالیو له سخت مقاومت او شا تګ سره مخ شول، دوی اوس د غزې جنوب خان یونس ښارګوټي څخه د جګړې مخه لوېدیځ لور ته غځولې ده.

راپورونه وایي، چې دغه سیمه کې سخته جګړه روانه ده.

پر ټویټر داسې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي، چې په کې د اسراییلي اشغالګرو ګڼ شمېر ټانګونه د حمـ.ـاس جنګیالیو لخوا تر ویشتلو وروسته په اور کې سوځیږي.

یو شمېر رسنۍ بیا وایي، چې د غزې جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان وژل شوي او له ۵ زرو ډېر ژوبل دي، چې په ژوبلو کې ۳ زره یې دایمي معیوب شوي دي، خو دغه شمېرې اسراییلي رسمي سرچینو نه دي تایید کړي.

حـ.ـماس ویلي، په پوره قوت به اسراییلي اشغالګرو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

د دغې ډلې ویاند ابو عبیده پر ټویټر خپله تازه وینا کې ویلي، چې اسراییلي بریدونه یې په تمامه معنا له ماتې سره مخ کړي او له راغلو پوځیانو یې د تللو لار ورکه کړې ده.

نوموړي اسراییلي اشغالګرو ته خبرداری ورکړ، چې د غزې د وژل شویو ماشومانو او تور سرو غچ اخیستو ته دې انتظار وباسي.

په غزه کې روغتیایي چارواکو ویلي، چې د اسراییلي اشغالګرو په بریدونو کې بیا شاوخوا ۱۸ زره بې دفاع کسان وژل شوي او نږدې ۵۰ زره نور ټپیان دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس