معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفاء وکړه

د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفاء وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۵ نېټه):

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد د لنډ مهالي حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د جیو ټلوېزیون د راپور له مخې د پاکستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خپله استعفاء تېره ورځ د دغه هېواد سرپرست لومړي وزیر انورالحق کاکړ منلې ده.

سرفراز بګټي د افغان کډوالو د وېستلو پلوی او د دې پلان یو طراح و.

هغه له تېر اکتوبر راهیسې له ۴ لکو د ډېرو افغانانو په وېستلو کې مهم رول درلود.

جیو د خپلو سرچينو په حواله لیکلي، چې بګټي د ډسمبر په ١٣مه خپله استعفاء لومړي وزیر کاکړ ته وړاندې کړې وه، خو هغه پرون منلې ده.

راپور کې راغلي چې سرفراز بګټي د شخصي دلايلو له امله استعفاء کړې ده، خو اکسپرس نیوز رسنۍ بیا ویلي چې بګټي په ټاکنو کې د ګډون په موخه استعفاء کړې او د مسلم لیګ ګوند له ادرسه به ټاکنو کې برخه اخلي.

بل خوا ځینې پاکستاني رسنۍ لیکي، چې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا د ټاکنو د مهالوېش له اعلان سره سم د کابینې یو شمېر سرپرستو وزيرانو له خپلو دندو استعفاوې کړې، څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس