معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د نورستان امنیې قومندانۍ له خوا د مرکز پارون د پولیسو له اعاشې هره ورځ څه د پاڅه ۴۶ زره افغانۍ حېف – مېل کېږي

د نورستان امنیې قومندانۍ له خوا د مرکز پارون د پولیسو له اعاشې هره ورځ څه د پاڅه ۴۶ زره افغانۍ حېف – مېل کېږي

د نورستان امنیې قومندانۍ له خوا د مرکز پارون د پولیسو له اعاشې هره ورځ څه د پاڅه ۴۶ زره افغانۍ حېف – مېل کېږي
راپور: شکېب مروان
د ګهیځ موندنې ښيي چې د نورستان امنیه قومندانۍ له لورې یاد ولایت کې د مرکز پارون ملي پولیسو ورځنۍ اعاشې څخه ۴۶ زره ۴۷۵ افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي.
د کورنیو چارو وزارت له لورې د مرکز کابل او ټولو ولایتونو لپاره د ورځني خوراک لپاره یوه تابلو جوړه شوې چې له مخې یې پولیسو ته باید خواړه ورکړل شي، خو په نورستان مرکز پارون کې بیا دا کیسه بدله ده. دغه ولایت کې پولیسو ته دغه ټاکل شوي خواړه په بشپړ ډول نه ورکول کېږي.
د کورنیو چارو وزارت له لورې په رسمي تابلو کې چې ګهیځ یې په لاس کې لري راغلي، چې هر پولیس باید هره ورځ له لاندې خوراکي توکو څخه برخمن شي:
د جنس نوم وزن في ګرام نرخ
۱ وچه ډوډۍ ۰٫۷۰۰ ۲۷٫۷۸۳
۲ وریجې ۰٫۱۹۰ ۱۵٫۱۰۵
۳ غوړي ۰٫۰۵۰ ۶٫۲
۴ الوګان × ۰٫۱۵۰ ۴٫۸۸۷۷۵
۵ نخود ۰٫۰۴۵ ۳٫۱۵
۶ د رومانو روب ۰٫۰۱۰ ۰٫۹
۷ مساله ۰٫۰۰۱ ۰٫۱۵
۸ مڼه × ۰٫۱۵۸ ۷٫۵۸۴
۹ مالګه ۰٫۰۱۰ ۰٫۱۵
۱۰ بوره ۰٫۰۲۰ ۱٫۲
۱۱ شین چای ۰٫۰۰۲ ۰٫۶
۱۲ هګۍ × ۱ ۸٫۹۷
۱۳ وچ شیده ۰٫۰۱۰ ۲٫۳
۱۴ غټه غوښه × ۰٫۱۸۰ ۵۴٫۵۴
۱۵ پیاز × ۰٫۰۴۱ ۱٫۲۵۹۶۴۳
۱۶ پالک × ۰٫۰۳۹ ۰٫۲۱۷۸۵۴

خو د ګهیځ خبریال مرکز نورستان کې د هویت پټ ساتلو په شرط له یو شمېر پولیسو سره په خبرو کې دا موندلې، چې له پورته تابلو څخه شپږ قلمه خوراکي توکي (الوګان، مڼې، هګۍ، غټه غوښه، پیاز، پالک) چې پورته لېست کې هم چلیپا شوي، نه ورکول کېږي.
د نورستان یواځې مرکز پارون د نږدې ۷ سوه ملي پولیسو تشکل لري چې د هر پولیس د خوړو ورځنی لګښت ۱۳۵ افغانۍ دی، خو دوی ته له تابلو یواځې د ۵۸ افغانیو خواړه ورکول کېږي. که مونږ د یو پولیس رسمي خوړو له لګښت څخه چې ۱۳۵ افغانۍ دی او کوم چې اوس د ۵۸ افغانیو خواړه ورکول کېږي منفي کړو، نو مونږ ته ۷۷ اعشاره ۴۵۹۲۴۷ افغانۍ پاتې کېږي. اوس که د هرې ورځې د ۷ سوه پولیسو پرځای اټکل یواځې د ۶ سوه پولیسو د هغې اعاشې چې نه ورکول کېږي پیسې حساب کړو، نو دا پایله لاسته راځي، چې د نورستان امنیې قومندانۍ کې هر ورځ ۴۶ زره ۴۷۵ افغانیو برخلیک نامعلوم پاتې کېږي، چې دا ارقام یواځې د نورستان مرکز پارون د ملي پولیسو له اعاشې څخه لاسته راغلی دی.
د ګهیځ خبریال د نورستان امنیې قومندانۍ ته په څو مترۍ کې د یوې پوستې له سربازه سره خبرې کړي.
یاد سرباز دلته د نوم او شهرت پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت له لورې ورته د ټاکل شوې تابلو څخه له تېرو دوو میاشتو راهسې ۶ قلمه خوراکي توکي نه دي ورکړل شوي.
نوموړی وایي :
((د یو کال راهسې دنده کوم. سرباز یم. د سهار لخوا شین چای راکول کېږي. د غرمې لپاره کله دال او کله لوبیا راکول کېږي. همداسې د شپې لخوا هم کله دال او کله لوبیا وي. دا دوه میاشتې همدغه حال دی په دغه دوه میاشتو کې مو یواځې یو ځل د چرګ غوښه خوړلې، نور څه مو نه دي لیدلي. زمونږ لپاره مڼې هم نشته او نه مو لیدلي دي.))
په پارون کې یو بل سرباز د نوم پټ ساتلو په شرط ګهیځ ته وویل، که څه هم هغه شیان چې د یو پولیسو لپاره د وزارت له لورې ټالکل شوي نه ورکول کېږي، خو بل لور هغه خوراکي توکي چې پولیس ته رسېږي، د خوراک نه وي او خورا بې خونده او کېفیت یې ټیټ وي.
دا وایي:
((زه قومندانۍ دننه طعام خانه کې ډوډۍ خورم. ډوډۍ ډېره بې خونده وي. یو ډول بوی کوي. که انسان هر څومره وږی شي، د خوړلو لپاره یې زړه نه کېږي. غوښه – غوښه نشته. د اختر راهسې یو ځل د چرګ غوښه راکړل شوې او تازه مېوې خو بېخي نشته.))
یو بل سرباز چې له کلونو راهسې دنده پر مخ وړي وایي، څو کاله وړاندې یې د اعاشې وېش منظم ؤ. په خپل وخت به ورته هر څه رسېدل، خو د نورستان د اوسني امنیې قومندان په راتګ هر څه بدل شوي. د ده په خبره اوس سربازانو ته د هغوی لپاره ټاکل شوې اعاشه په بشپړ ډول نه ورکول کېږي.
دغه سرباز وړاندې وايي:
((مخکی ښه ؤ. سهار لخوا به د چایو سره هګۍ وه. غرمې ډوډۍ کې به د غوښې شوروا وه. وریجې به وې. لوبیا به وه، خو اوس د دغو خوراکونو څرک نه لیدل کېږي. چارواکي یې خپله پټوي او پیسې یې جېب کې اچوي. اوس به ستاسو باور رانشي؛ په روژه کې ما څو ورځې روژه ماتی یواځې شین چای سره ډوډۍ خوړلې، خو څه وکړو؟
که غږ پورته کوو عسکر سړي باندې د هر چا زور رسېږي. وايي هله دا جزایي کړه برګیمټال ته. ښه نو بیا خو نه کېږي. اوس وخت کې یواځې لوبیا شته. دال شته. غوښې نشته. مڼې نشته. هګۍ نشته. پالک نشته.))
ومو غوښتل چې په دې اړه د نورستان د امنیه قومندانۍ د اوسني امنیه قومندان سید اقل شاه خلوتي نظر هم د ځان سره ولرو، ترڅو د دغې مسألې په اړه د نوموړي غبرګون له ځان سره ولرو، خو د پرلپسې هڅو او زیارونو وروسته یې بیا هم د خبرو له کولو ډډه وکړه او حاضر نشو چې په دې اړه د ګهیځ له خبریال سره خبرې وکړي.
د دوهم ځل لپاره مو د نورستان د امنیه قومندانۍ د موجوده د تامیناتو معاون زاهد څخه د همدې موضوع په اړه وپوښتل، چې ولې د پولیسو له ټاکلې تابلو شپږ قلمه خوراکي توکي هر ورځ ګرځول کېږي او پولیسو ته نه ورکول کېږي؟
خو د څو ورځو مهلت اخېستو وروسته بیا هم ځواب ویلو ته حاضر نشول.
په همدې ترتیب مو د نورستان د امنیه قومندانۍ د لوجیستک مدیر او د اعاشې آمر سره له نږدې خبرې وکړې، خو د ډېرو هڅو سربېره بیا هم خبرو ته حاضر نشول.
اما بل لور د نورستان د ولایتي شورا رئیس انجینر سعیدالله پاینده زوی ګهیځ ته وویل، چې د نورستان د پولیسو په اعاشې کې ستونزه شته. د ده په خبره ځینې پوستو ته تر شپږ میاشتو پورې غوښه نه ورکول کېږي او تازه مېوه خو بېخي نه لري.
د ولایتي شورا رئیس زیاتوي:
((مونږ سره د ولسوالیو او مرکز پارون ځینو سربازانو تماسونه نیولي. دا ستونزه ډېره شوې او مونږ سره داسې سربازانو هم تماسونه ونیول، چې تر شپږ میاشتو پورې یې غوښه نه ده لیدلې. اساسي ستونزه د قراردادیانو لخوا ده چې لومړی لاس یې په کابل کې دوهم لاس یې ننګرهار کې. درېیم یې کونړ او څلورم یې بیا په نورستان کې وي، چې دې کار زمونږ عسکرو ته د جګړې په مېدان کې ستونزې زېږولي دي. مونږ سره د پولیسو له لورې داسې رسمي اسناد نه دی شریک شوي چې قومندانۍ دې د دوی د تابلو پیسې خپل جېب ته اچوي، خو امکان لري دا کار به کېږي. زه دا موضوع هم نشم ردولی چې په دې برخه کې دې ادارې فساد نه وي شوی او یا نه به کېږي. کله چې امنیې قومندان، مدیر د لوجېستیک او نور کسان په دې برخه کې د اداري فساد لپاره شریک نه وي، نو حتمن یې بیا خپلې ستونزې له وزارت سره شریکولې، خو دا چې خاموشه دي. دې کې خبره همدا ده چې دوی په کې ښکېل دي او خپله برخه په کې لري.))
د نورستان د امنیې قومندانۍ له لورې د ملي پولیسو په اعاشې کې د اداري فساد موضوع یواځینۍ نه ده؛ بلکې د دې تر څنګ پولیسو ته د څو کالو په تېریدو بیا هم لباسونه نه دي ورکړل شوي او پولیس په شخصي پیسو باندې اخېستل شویو نظامي لباسونو کې دنده پرمخ وړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس