معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د فساد شتون لاهم د جلال اباد ښاروالۍ د چارو د ښه والي پر وړاندې لوی خنډ دی

د فساد شتون لاهم د جلال اباد ښاروالۍ د چارو د ښه والي پر وړاندې لوی خنډ دی

د فساد شتون لاهم د جلال اباد ښاروالۍ د چارو د ښه والي پر وړاندې لوی خنډ دی
راپور: ذیشان ذهین
د جلال اباد ښاروالۍ چې د فساد ډېرښت له امله د ولسونو ترمنځ عامه اصطلاح کې پر لنګې غوا مشهوره ده، ګهیځ یې پر چارو باندې ښاروالۍ کې دننه او بهر د ځينو پټو سرچینو پر مټ څېړنه ترسره کړې.
د دغو څېړنو پایلې ښيي چې لا هم په ډېره کچه پټ او ښکاره د فساد ګڼې چارې شته چې له امله یې هم ولس او هم د دولت بودیجه زیانمنه شوې ده.
د یادو څېړنو موندنې دا په ډاګه کوي چې د مخابراتو څوک ترڅنګ نوی جوړ شوی مارکېټ، د کامې هډې ترڅنګ نوی مارکېټ، د نارنج باغ_کابل هډې ترمنځ غزېدلي سړک تر غاړې پارکونو کې هټۍ او ډېری دولتي پارکنګونه هغه دولتي ملکیتونه دي چې ترلاسه شویو پیسو ډېره برخه یې د دولت پر ځای شخصي جېبونو ته لویږي.
بل لور د کابل هډې_رینګ روډ ترمنځ غزېدلی سړک په وروستۍ برخه کې د نهر او پوستې څخه پاس پمپ سټېشن لپاره جوړ شوی ځای پڅېر د ښاروالۍ یو شمېر ملکیتونه شته، چې د فساد د شتون له امله یې د جوړېدا چارې لا تر اوسه نیمګړې پاتي. دغه ډول له هټۍ والو او لاس پلورونکو څخه غیر قانوني پیسې اخیستنه، د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا لاس پلورونکو څخه وړیا او یا هم په ډېر کم قیمت د سودا پېرل، په قراردادونو کې او د ښاروالۍ له لوري په اعلان شویو بستونو کې د فساد شتون هغه موارد دي، چې زموږ سرچینو یې په اړه موږ ته په اړه جزیات راکړي.
ومو غوښتل چې پورته مشخص شویو د فساد مواردو تر شاه د اشخاصو یا چارواکو نومونه او ادرسونه ترلاسه کړو، خو زموږ دوو سرچینو د هویت پټ ساتلو په شرط یوې ګډې مرکې کې وویل:
((دغو مسایلو کې په ډېر ماهرانه ډول د فساد چارې ترسره کېږي. دوی په دغه فساد کې د کلونو راهیسې پخې تجربې لري. دوی د فساد د معاملو لپاره له ښاروالۍ څخه لرې مېلمستونونو او نورو ځایونو ته ځي. بیا د چارو ترسراوي پرمهال خپل ځانګړي شفرونه لري. دا د هغو خلکو لپاره وي چې پیسې د ښاروالۍ کسانو لپاره ورکوي. پاتې زورواکي شول. د هغوی سرزوري او فساد خو له هېچا څخه پټ نه دی. زه به درته د کوم زورواکي نوم واخلم؟ دا اوس جلال اباد ښار کې د زورواکو مارکېټونه او هغوی پورې د تړل شويو خلکو دوکانونه ټولو ته معلوم دي. راشئ ښاروالۍ کې یې وګورئ چې دوی کوم کال د دولت حق ورکړی؟ ټول له یو مخې پوروړي دي، څوک ورته غږ هم نشي کولی. همدا ښاروال که نن په دې اړه جدي برخورد وکړي، سبا به یې ځای کې بل کس ناست وي))
د جلال اباد ښاروالۍ هم په ټوله کې د فساد یادې ادعاوې نه ردوي، خو ورسره تړلی بیا ټینګار کوي چې د دغو مسایلو د لمنځه وړلو لپاره یې چټک کار پیل کړی دی. انجینر اباسین بهیر چې تازه یې ښاروالۍ کې د رئیس په توګه دنده پیل کړې، ګهیځ سره یې یوې ځانګړې مرکې کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا زموږ د څېړنې دغه پایله چې د ښاروالۍ د کارونو ښه والي پر وړاندې لا هم فساد لوی خنډ دی؟ وویل:
((دې کې هېڅ شک نشته. فساد یواځې زموږ د ښاروالۍ لپاره نه، د ټول هېواد او دولت لپاره لوی خنډ دی. موږ فساد لرو. فساد یواځې دولت کې نه دی، ولسي خلکو کې هم فساد شته؛ ځکه یو غیر قانوني کار راوړي. مامور ته وایي دغه پیسې درکوم دا کار راته وکړه، خو جلال اباد ښاروالۍ کې اوس ما د لومړي درجه مسؤول په توګه جدي اقدامات کړي. تر ما وړاندې هغه څوک چې په فساد کې ککړ وو او سیسټم یې داسې عیار کړی ؤ چې د فساد ترسراوي لپاره زمینه برابره شي، هغه خلک مې نورو ځایونو ته خدمتي کړل؛ هغو ځایونو ته چې دوی په کې ځانته د فساد زمینه نه شي برابرولی. نور مو د ښاروالۍ ټول سیسټم منظم کړی. دا سیسټم تر ما وړاندې داسې جوړ وو چې د یو کس په چارو کې به خامخا یو خنډ موجود وو. دې خنډ څخه د تېرېدو لپاره دغه مراجعه کوونکی کس اړ ؤ چې پیسې ورکړي، خو اوس ما په خپل راتګ سره دغه خنډ له منځه وړی او د لا لمنځه وړلو لپاره یې کار کوو))
زموږ د باوري سرچینو د اطلاع له مخې جلال اباد ښار کې د ډنډ غاړې سیمې له ګڼ شمېر لاس پلورونکو اونۍ کې یو وار پاچا نومی کس د ښاروالۍ ریاست په نوم پنځوس_پنځوس افغانۍ ټولوي، خو ښاروال بیا د دغې ټولېدنې په اړه ناخبري ښيي او په اړه یې د کره شواهدو غوښتنه کوي. د ښاروال اباسین بهیر په وینا ښاروالۍ دلته د تعارفو پرته لاس په لاس هېچا څخه پیسې نه ټولوي، خو بل لور بیا څلورو لاس پلورنکو ګهیځ سره خبرو کې ویلي چې د پاچا په نوم یاد کس د همدې ښاروالۍ په نوم پیسې ورڅخه اخلي.
دا چې هټۍ وال یا لاس پلورونکي د دغې فساد پر وړاندې ولې غږ نه پورته کوي، دغه پوښتنه خپله یو لاس پلورونکی د خپل نوم پټ ساتلو په شرط داسې ځوابوي:
((لاس پلورونکي او هټۍ والو کې ډېری یې په دې اړه غږ پورته کولو او خبرو ته له دې امله زړه نه ښه کوي، چې بیا د ښاروالۍ کارکوونکو له خوا په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي. دغه یوې مړۍ روزۍ ګټلو پر وړاندې ورته سل او زر خنډونه جوړوي. ځینې نور خو بیا له دې امله هم څه نه وایي چې د دغې چارې قانوني کېدو کې خپل تاوان ویني؛ ځکه شخصي خلکو ته کمې پیسې ورکوي. نو دولت ته د قانوني پیسو ورکړه د اوسنیو پیسو یو نیم یا دوه چنده زیات کېږي، له دې امله هم ورته زړه نه ښه کوي))
جالبه یې لا دا چې د ځینو مارکېټونو خاوندان، د سړک تر غاړې لاس پلورونکي او هټۍ وال د دې لپاره چې د ښاروالۍ د کارکوونکو له خوا ونه ځورول شي او په ارامه خپل کاروبار وکړي، له خپل مال او سرمایې څخه کلنی زکات همدې د ښاروالۍ کارکوونکو ته ورکوي، څو راتلونکي کې یې له ځورېدا څخه په امن کې پاتې وي.
بله مسأله د نرخنامې د یو کاغذ پر سر د پنځوسو افغانیو اخیستنه ده. ښار کې د لاس پلورونکو په خبره د ښاروالۍ لخوا د نرخنامې پر یوې پاڼې ترې پنځوس افغانۍ اخیستل کېږي. حال دا چې د ښاروال اباسین بهیر په خبره نرخنامه د دوی له خوا وړیا وېشل کېږي.
ښاروال زیاتوي:
((کله چې نرخنامه موږ جوړه کړو، د هر صنف کلانتر باندې یې وړیا وېشو. دا چې یو کلانتر د خپل صنف له کارګرو څو روپۍ اخلي؟ دا د هغوی شخصي کار دی. موږ د صنفونو له کلانترانو څخه د نرخنامې په بدل کې یوه افغانۍ هم نه ده اخیستې))
ښاروالۍ په داسې مهال د نرخونو د کنټرول لپاره نرخنامې وېشي، چې د نرخونو د کنټرول په برخه کې ښاروالۍ هېڅ قانوني مکلفیت نه لري.
دا چې له قانوني اړخه د مکلفیت نشتون سربېره د نرخنامو وېش ښاروالۍ په کومو اصولو کوي؟ ښاروال اباسین بهیر یې په اړه وایي:
((دا د نرخونو د کنټرول مسأله ښاروالۍ ته د ډاکټر نجیب الله له واکمنۍ څخه پرته له کوم قانوني مکلفیت څخه همداسې پاتې دی. اما اوس موږ په ولایتي کچه دغه موضوع راپورته کړې چې باید دلته یو ولایتي کمېسیون رامنځته شي. د دغه کمېسیون په رأس کې به د سوداګرۍ ریاست وي. نو بالکل ښاروالۍ اوس د نرخونو د کنټرول مسؤولیت له قانوني اړخه نه لري، بلکې دا چاره د عامه منفعت له اړخه کوي))
د ښاروالۍ ریاست د نوې رهبرۍ په وینا یاد ریاست کې د فساد په بشپړه توګه لمنځه وړل ستونزمن دي، خو د فساد د دغو ټولو مواردو تر وروستۍ کچې ټیټوالي لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي چې لنډ وخت کې به یې پایلې جوتې شي. هغه ادعا چې راتلونکي کې به یې وخت په اړه قضاوت وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس