معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / د شوکاڼي په قاچاق کې د اضافه بار موټرو له امله د شینوارو او جلال آباد ښار سړکونه ویجار شوي

د شوکاڼي په قاچاق کې د اضافه بار موټرو له امله د شینوارو او جلال آباد ښار سړکونه ویجار شوي

د شوکاڼي په قاچاق کې د اضافه بار موټرو له امله د شینوارو او جلال آباد ښار سړکونه ویجار شوي
راپور: ایمل ظاهر
د ګهیځ د ترلاسه شویو موندنو له مخې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د شوکاڼو اضافه بار موټرو ته د چارواکو له خوا د بډو اخېستو په بدل کې د تګ – راتګ اجازه ورکول کېږي، چې له امله یې د شینوارو ټولو ولسوالیو او جلال آباد ښار ځینې سړکونه کنډ – کپر شوي دي.
له ګهیځ سره د شوکاڼو ځینو کاروباریانو او ځايي چارواکو په شویو مرکو کې ویلي، چې هر باروړونکي موټر کې تر اویا ټنو پورې شوکاڼی ځاییږي، خو مسؤولینو د دې لپاره چې سړکونه ویجاړ نه شي، یواځې تر ۳۲ ټنو پورې بار وړلو ته اجازه ورکوي، اما د ګهیځ لخوا شوې څېړنه کې دا په ډاګه کېږي، چې د دغو لارو په اوږدو کې هغه موټرې چې شوکاڼی لېږدوي، د کاروباریانو د ادعا خلاف څو برابره په زیاته اندازه بار وي او د ګاډي هېڅ برخه تشه نه پاتې کېږي.
بل لور ځايي اوسېدونکو هم ګهیځ سره په خبرو کې یادونه کړې چې له سپین غر ولسوالۍ څخه د شوکاڼو موټرې قانوني وزن څخه زیاتو بار وړونکو موټرو د سپین غر، غني خېلو او کوټ ولسوالیو سړکونه په لویه کچه زیانمن کړي دي.
د دوی په وینا اضافه بار موټرو کې شوکاڼي هره ورځ له سپين غر ولسوالۍ څخه جلال آباد ښار اوومې ناحيې اړوند شيخ مصري ښارګوټي ته د پروسس لپاره وړل کېږي، چې د انتقال په جريان کې له سپين غر ولسوالۍ څخه تر شيخ مصري ښار ګوټي پوري ټول سړکونه د لویو موټرو د زیات وزن له کبله کنډ – کپر شوي دي.
ګهیځ ته ځینو پټو سرچینو ویلي، چې اوس مهال په هر باروړونکي موټر کې له پنځوسو تر اویا ټنو شوکاڼی باریږي، په داسې حال کې چې حکومت د سړکونو د ساتنې په موخه یواځې شل ټنه وزن ته اجازه ورکړې.
موږ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د سپین غر ولسوالۍ سیمه ییز پولیس هم په دریو چک پوسټونو کې له هر موټر څخه د موټرو اضافه وزن له امله دوو سوو څخه نیولې تر څلور سوو پاکستانۍ کلدارو پورې پیسې اخلي او د ولسوالۍ چارواکي بیا له هر موټر څخه دوه – دوه زره افغانۍ اخلي، چې په مقابل کې یې اضافه بار موټرو ته د تګ اجازه ورکوي.
د سیمې اوسېدونکی ډاکټر نورالرحمان شينواری چې د ځوانانو په عالي شورا کې د سپين غر ولسوالۍ د خلکو استازی هم دی، په دې تړاو وایي:
((د شوکاڼي د قاچاق او د درندو بارونو وړلو له امله د سړکونو خرابېدو په اړه موږ لاریونونه وکړل، خو چا مو غږ وانه ورېد. لارۍ والا په موټر کې شپېته ټنه هم باروي اویا ټنه هم باروي، مونږ چې ولسوالۍ ته لاړو، ولسوال ته مو وویل چې زمونږ سړکونه ورانیږي د دې مخه ونیسئ! هغوی هم غلي دي؛ ځکه دوی ته د هر موټر په سر دوه – دوه زره افغانۍ ورکوي.))
ملتان شينواری چې د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایي، ځایي چارواکو ته یې هم په دې تړاو خپل غږ رسولی خو په خبره یې د مخنیوي لپاره یې عملي ګامونه نه دي اخېستل شوي.
دی وایي:
((وروره ولسوال خپله له هر موټر نه پیسې اخلي، محلي پولیس هم د هر موټر نه خپله برخه پیسې ترلاسه کوي. څوک به یې مخنیوی وکړي؟
زمونږ ټول سړکونه په منځ سره بیل دي دا ولې؟ ځکه چې هغوی ته هم په کې خپله برخه ور رسېږي. هغوی سره زمونږ د دې سړکونو څه غم دی؟))
سمیع الله او محمد رحیم د سپین غر له ولسوالۍ څخه د شوکاڼو د انتقال دوه هغه موټر چلوونکي دي، چې په مستعارو نومونو له ګهیځ سره غږېدلي دي.
دوی چې خپل هویټ پټ ساتل غواړي، مني چې د لارې په اوږدو کې ترې د محلي پولیسو په پوستو کې یوه اندازه پیسې اخیستل کېږي، خو د ځایي چارواکو یا ولسوال له لوري د شوکاڼي پر سر د پیسو له اخیستو ځان له دې امله ناخبره بولي، چې په خبره یې له دوی څخه یې لاس په لاس پیسې نه دي ترلاسه کړي.
له دوي مو وپوښتل چې ځایي چارواکي د اضافه بار موټر پر سر له کوم چا او چېرې پیسې اخلي؟
له دوی څخه یو یې په دې اړه داسې ځواب راکړ:
((والله درې ځایه د پاڅون کوونکو او سیمه ییزې اردو پوستو باندې تېرېږو. هغوی مو همداسې تګ ته نه پریږدي. پیسې اخلي خو دومره ډېرې نه دي. که سل مو ورکړې، دوه سوه او که څلور سوه بیا څه نه وایي. ولسوال یا قومندان که پیسې اخلي یا نه، مونږ ته یې معلومات نشته ځکه مونږ خو ډریوران یو. د شوکاڼي سوداګر نور خلک دي او مونږ خو یواځې موټر چلوونکي یو.))
ننګرهار کې د شوکاڼي اتحادیې مشر حاجي دلاور جرنیل زاده هم د ځایي هستوګنو ادعاوي بې اساسه نه بولي.
نوموړی زیاتوي چې د شوکاڼو غیرې قانوني استخراج لا هم په سپین غر ولسوالۍ کې دوام لري.
هغه وایي:
((د شوکاڼي اضافه بار بلکل حقیقت لري. دا د نن خبره نه ده. له ډېره وخته دوام لري. ناقانونه استخراج یې هم دروغ نه دي؛ ځکه دوی د ډېر کم استخراج شوي شوکاڼي د لېږد لپاره نږدې دوه میاشتې وخت ورکړی ؤ، خو اوس د هغې لس چنده ډېر له سپین غر ولسوالۍ نه راوړل شوي او لا هم راوړل کېږي. ټولې ادارې خبرې دي چې دې نه څوک پیسې اخلي؟ ولسوال یې ترې اخلي. نظامیان یې ترې اخلي. یو ولسمشر نه غیر نور د معادنو په ناقانونه استخراج کې ټولو وړو او لویو چارواکو ته سهم رسېږي.))
هڅه مو وکړه چې سپین غر ولسوالۍ کې د سیمه ییزي اردو د مشرانو نظر هم واخلو، خو زموږ د مکررو هڅو سربېره هم په دې اړه موږ سره خبرو کولو ته څوک حاضر نه شول.
بل خوا د سپین غر ولسوالۍ ځایي چارواکي په شوکاڼو اضافه بار لاریو څخه د پیسو اخیستل مطلق ردوي او دا د ځایي اوسېدونکو له لوري د ولسوالۍ په چارواکو تورونه یادوي.
د سپین غر ولسوالۍ ولسوال حاجي محمد ياسين بابر وایي:
((پخوا دا ستونزه وه خلکو هم شکایتونه وکړل مونږ دا موضوع له ولایتي ادارې سره شریکه کړه. هغوی مونږ ته هدایت وکړ چې موټرونو ته به له دوه څلوېښت ټنو څخه د اضافه بار لپاره اجازه نه ورکوئ! مونږ هم دلته هر موټر ګورو، چې وزن یې زیات وي، اجازه نه ورکوو.))
له ولسوال څخه مو وپوښتل چې دوی بار وړونکو ګاډو کې اضافه وزن د څه شي په ذریعه معلوموي او که اضافه بار موټري ونیسي، نو جریمه یې څه ده؟
هغه یې په ځواب کې وویل:
((موږ دلته کنډه یا ترازو نه لرو، خو موټر ته ګورو چې مونږ ته یې وزن نظري زیات ښکاره شي، بیا ترې شوکاڼی کموو او که ولایتي اداره ورته دلته په سپین غر ولسوالۍ کې کنډه نصب کړي، نو بیا به يې مخنیوی اسانه شي. اوس دوی ځي، هلته جلال آباد کې تلل کېږي. که وزن یې اضافه وي، نو بیا هم نغدي جریمه کېږي او هم ترې شوکاڼی کمیږي.))
هڅه مو وکړه چې ننګرهار کې د سړک جوړونې او څارنې ادارې نظر هم په دې وپوښتو، خو د څو ورځو انتظار وروسته یې هم د نظر په اخیستلو ونه توانېدو؛ ځکه د دې ادارې پخوانی آمر له دندې لرې شوی. ومو غوښتل چې نوي ټاکل شوي آمر سره په دې اړه وغږېږو، خو د پرلپسې اړیکو سره بیا هم نوموړی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نشو. د معلوماتو اخیستلو لپاره يي یاد آمریت ته لاړو، خو د ادارو نورو غړو د سړک جوړونې د څارنې اداري آمر د نشتون خبره کوله. له همدې امله تر ډېرو هڅو وروسته هم نوموړي سره په خبرو کولو ونه توانیدو.
د ننګرهار ولایتي ادارې نظر مو له بار بار هڅو وروسته د شوکاڼي په غیرې قانوني استخراج، او په کې د شته فساد په تړاو ترلاسه کړ.
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی مني چې د شوکاڼي په انتقال کې له ټاکلي اندازې د زیات بار پر سر له موټر چلوونکو ځایي چارواکي او هلته مېشت نظامیان پیسې اخلي، چې له امله یې سړکونه هم ویجاړ شوي، خو وایي د مخنیوي لپاره یې ولایتي ادارې د سیمې ملکي او نظامي چارواکو ته جدې سپارښتنې کړي.
که څه هم ولسوال تر دوه څلویښت ټنو پورې په شوکاڼي بار موټر قانونې بولي، خو ولایتي اداره بیا وایي، دوی له شلو ټنو د ډېر بار لپاره اجازه نه ده ورکړې او تر هغې ډېر وزن غیر قانوني دی.
خوګیاڼي وایي:
((لومړی خو چې کومه پرېکړه شوې، د مرکز هدایت دی، په ننګرهار کې چې کوم کانونه پروسس شوي، هغه باید ولېږدول شي او کوم چې استخراج شوي هغه باید پروسس شي. د هغې نه وروسته لېږد ته ورته زمېنه برابره شي. د مرکز د هدایت له مخې هېڅوک حق نه لري، چې نوی استخراج وکړي او دې برخه کې به تازه دمی هدایت هم ولسوال صاحبانو سره شریک شي. دوهم دا چې د سړکونو د تخریب مخنیوی دې وشي. دوی ته یو ټاکلی حجم ټاکل شوی چې واړه بار وړونکي موټر چې هغه تقریبا شل ټنه شوکاڼی لېږدوي، دوی په سړکونو تګ – راتګ کولی شي، تر څو د سړکونو د تخریب مخنیوی وشي. له دې ډېر وزن لپاره اجازه نه ورکول کېږي، خو له بده مرغه دې برخه کې ستونزې شته مونږ یې نه ردوو، اما د فساد زمینه تر ډېره لېږدوونکو خپله برابره کړې، نو که فساد کېږي، دواړه خواوې لېږدوونکي او هلته د ادارو کار کوونکي یې کوي. مونږ ملي امنیت، امنیه قومندان او ولسوال صاحبانو ته په ټینګار سره ویلي، چې د دې مخنیوی وکړي، تر څو د سړکونو د تخریب مخنیوی وشي.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د شینوارو یو شمېر اوسېدونکو په شینوارو کې د شوکاڼي اضافه بار موټر د تګ – راتګ پر ضد لاریون کړی ؤ او ولایتي ادارې ژمنه کړې وه، چې د مخنیوي لپاره به یې اقدامات کوي، خو د ځایي خلکو په وینا چې لا یې هم د مخنیوي لپاره عملي ګامونه نه دي اخېستل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس