معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور د همغږۍ شورا جوړوي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه د خصوصي سکټور د همغږۍ شورا جوړوي

ګهیځ: نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا خونه د نوې پرېکړې له مخې د همغږۍ شورا جوړوي.
د دې شورا پر بنسټ به د افغان سوداګرو تر منځ د همغږۍ رامنځته کولو سربېره د سوداګرۍ په برخه کې د خصوصي سکټورونو د ستونزو د هواري لپاره کار کېږي.
په هغې ناسته کې چې د یادې خونې مشرتابه د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره کړې، له حکومته یې غوښتي چې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره دې د افغان سوداګرو او د ترکیي او متحده عربي اماراتو د پانګه والو ترمنځ همغږۍ ته زمینه برابره کړي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې د سوداګریزو او پانګونې د بنسټونو ترمنځ د هغمږۍ نشتوالی او د سوداګرو د ستونزو ډیرېدل د دې شورا د رامنځته کېدو له لاملونو بلل شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس