معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې د خوړو ناامني ورځ تر بلې پراخیږي

د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې د خوړو ناامني ورځ تر بلې پراخیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د ستراتیژیک پلان پر بنسټ په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو ناامني د زیاتېدو په حال کې ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون افغانان، چې د هېواد د نفوس ۴۰ سلنه جوړوي، د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شوي او ۲ اعشاریه ۸ میلیون یې د خوراکي توکو د ناامنۍ په بېړني حالت کې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې یې په افغانستان کې ۱۸ اعشاریه ۶ میلیون وګړو ته،ږ چې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي، خپلې مرستې رسولي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس