معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره کتلي

د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره کتلي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د بهرنیو چارو وزیر مـ.ـولوي امـ.ـیرخان مـ.ـتقي د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې متقي ویلي، د افغانستان حکومت له ملګرو ملتونو سره په خبرو بوخت دی، چې د اجنډا او ترکیب په اړه تر کافي وضاحت وروسته به دوحه کې د راتلونکې ناستې په اړه خپل دریځ څرګند کړي.

نوموړي دغه کتنه کې له روسیې سره د افغانستان اړیکې مهمې بللي او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان اوسني ځمکني واقعیتونه باید درک شي.

بلخوا د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر امـ.ـیرخان مـ.ـتقي ته مسکو ته د سفر بلنه ورکړې او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په اړه هر ډول ناسته باید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس