معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د ایران تر ګواښ وروسته اسراییلي چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی

د ایران تر ګواښ وروسته اسراییلي چارواکو بېړنی حالت اعلان کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې وروسته له هغې چې سوریه کې د ایران د سفارت پر انګړ د اسراییلو په هوايي برید کې اووه ایراني پوځیان ووژل شول، ایراني چارواکو د دغه برید په اړه د غچ اخیستلو ګواښ وکړ.

د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې د ایراني چارواکو تر خبرداري وروسته اسراییلو کې بېړنی حالت پیل شوی دی.

د راپورونو پر اساس اسراییلو تېره ورځ په ټوله نړۍ کې خپل سفارتونه وتړل.

د اسراییل وسلوالو ځواکونو د ټولو جنګي قطعاتو رخصتي ځنډولې او د هوايي مدافع قطعاتو لپاره یې نور پوځیان هم منسجم کړل.

د نړیوالو چارو شنونکي وایي، د ایران دې خبرداري د یوې پراخې جګړې احتمال زیات کړی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر ویلي، که څوک اسراییل ته کوم زیان ورسوي یا یې د زیانمنولو پلان ولري، اسراییل به هم زیان ورواړوي.

د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران د سفارت پر انګړ د دوشنبې ورځې په برید کې د وژل شویو په ډله کې د ایران یو مخکښ پوځي، برید جنرال محمد رضا زاهدي هم شامل ؤ، چې د ایران په سپاه پاسداران کې یې د یو لوړ رتبه قوماندان په توګه دنده مخته وړله.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس