معماری
خانه / ګهیځ / د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له ایرانۍ لوبډلې سره لوبیږي

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله نن له ایرانۍ لوبډلې سره لوبیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۳۰مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د آسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړنۍ لوبه له ایران سره ترسره کړي.

دغه سیالۍ په ټایلنډ کې چې د دغه جام کوربه هېواد دی، ترسره کیږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې په دې جام کې به ایرانی مجید مرتضی ابرودي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د مشر روزونکي دنده مخته وړي.

افغانستان په D ګروپ کې له ایران، کوېټ او بحرین سره یوځای دی، چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه به خپله لومړۍ لوبه له ایرانۍ لوبډلې سره ترسره کړي.

د افغانستان دوهمه لوبه د راتلونکې شنبې په ورځ له کویټ سره ده.

که افغانستان وکولای شي دوه لوبې وګټي، د دې جام بل پړاو ته به لار ومومي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس