معماری
خانه / ګهیځ / د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن چهارشنبه د آسیا په اتلولۍ سیالیو کې له تاجکستان سره مخ کیږي.

د خبر پر بنسټ دا د آسیا د اتلولۍ سیالیو کوارټر فاینل یا اتو غوره لوبډلو دور دی.

د دوی لوبه د تایلند په بنکاک ښار کې په ځايي وخت د ماسپښين په ۲ بجو پيلیږي، چې په کابل کې به د غرمې یوولس نیمې وي.

که چېرته افغانستان د تاجکستان په وړاندې بریا خپله کړي، نه یواځې نیمه پایلوبه ته وځي؛ بلکې د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پيدا کړي، چې تمه ده د روان کال په سپټمبر کې د ازبکستان په کوربه توب وشي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس