معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اسراییلو او حماس ترمنځ شوی اوربند د اوومې ورځې لپاره هم وغځېد

د اسراییلو او حماس ترمنځ شوی اوربند د اوومې ورځې لپاره هم وغځېد

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۹  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ځینو عربي رسنیو ویلي، چې غزه کې د اسراییلي اشغالګرو او د حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ شوی اوربند د اوومې ورځې لپاره هم وغځېد.

تر دې وړاندې د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي، د برمته شویو کسانو د خلاصون لپاره د منځګړو د هڅو په پایله کې نن ورځ ته هم اوربند وغځېده.

معلومه نه ده چې نافذ شوی اوربند به څومره وخت لپاره دوام وکړي، خو منځګړي هېوادونه وایي، هڅه کوي چې نافذ شوی اوربند دوامداره شي.

اسراییلي اشغالګرو پر بې دفاع ولسي وګړو د خپلو هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې نږدې ۱۴ زره بې دفاع ولسي وګړي شهیدان کړي او د زرګونو نورو کسانو د ټپي کېدو ترڅنګ یې غزه کې ګڼې ودانۍ نړولي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس