معماری
خانه / دسته‌بندی نشده / د آمو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې

د آمو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۹ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند ویلي، چې د آمو سیند نفتي حوزه کې ۶ نوې څاګانې فعالې شوې، چې ورسره د استخراج ورځنۍ سطحه ۱۳۵۰ ټنو ته ورسېده.

د ده په خبره د ټولو فعالو څاګانو شمېر ۲۴ ته لوړ شو، چې ورسره ورځنی استخراج هم له ۱۱۰۰ څخه ۱۳۵۰ ټنو ته ارتقاء وکړه.

د نوموړي په خبره، د روان ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې به ۲۳ نورې نوې څاګانې هم فعالې شي، چې ورسره به د استخراج ورځنۍ سطحه ۳ زره ټنو ته لوړه شي.

د یادونې وړ ده، چې آمو سیند نفتي حوزه کې دمګړۍ ۱۵۰۰ تنه په کار بوخت چې د مسوولینو په وینا نویو څاګانو فعالېدو سره به کاري فرصتونه نور هم زیات شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس