معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / جلال اباد کې د فساد شتون له امله د سړک جوړونې ډېری پروژې په ټيټ کېفیت تطبیق شوي:

جلال اباد کې د فساد شتون له امله د سړک جوړونې ډېری پروژې په ټيټ کېفیت تطبیق شوي:

جلال اباد کې د فساد شتون له امله د سړک جوړونې ډېری پروژې په ټيټ کېفیت تطبیق شوي:
راپور/ ساحل اتل
د ګهیځ ترلاسه شویو موندنو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک جوړولو ځینې داسې پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي، چې په کې د شوي اختلاس له امله کېفیت له پامه غورځول شوی.
د دغو موندنو له مخې د یادو قراردادونو په ورکړه کې روابطو ته پر ضوابطو لومړیتوب ورکول د دې لامل شوي، چې د پروژو تطبیق په ټيټ کېفیت سره وشي.
که څه هم د جلال اباد ښاروالي د قراردادونو د ورکړې په برخه کې پر شفافیت ټینګار کوي، خو ګهیځ ته یو شمېر سرچینو ویلي، چې د اداري فساد شتون او د قراردادونو په ورکړه کې د چارواکو او زورواکو مداخلو په لوی لاس دغه پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.
د ننګرهار ولايتي شورا مرستیال اجمل عمر هم ګهیځ سره په خبرو کې د دغو ستونزو د شتون پخلی وکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې د شوي فساد په اړه د اسنادو د شتون یادونه هم وکړه.
دی زیاتوي:
(( دغو قراردادونو کې د بې کفایتۍ د شتون اسناد هم موږ سره موجود دي. کومې ادارې چې پروژې ترې اخېستل کیږي، ښاروالۍ یې د ازادې سیالۍ په نوم خپلوانو او دوستانو ته ورکوي. ازاده سیالي داسې نه وي چې مشخص شوي پنځه تنه دې راټول شي او د یو جعل پروپوزل په ورکړې سره دې مهم او اساسي قراردادونه د هغوی په واک کې ورکړل شي))
نوموړی د پروژو د تطبیق په جریان کې هم د فساد له شتونه پرده پورته کوي:
((د څار او نظارت په برخه کې هم فساد موجود دی. هم د کار په جریان کې او هم د کار په تسلیمۍ کې فساد شته. همدا لوی لاملونه دي چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې پروژې د لنډ وخت په تېرېدو وروسته بېرته خرابیږي او له منځه ځي.))
ولسي وګړي هم د ډېری هغو سړکونو له خرابوالي شکایت کوي، چې په نږدې وخت کې تر رغولو وروسته ګټې اخېستنې ته سپارل شوي دي.
د دوی په خبره د لارو دغه ډول خرابوالي ورته لوی سرخوږی جوړ کړی؛ ځکه په خبره یې د جلال اباد ښار اړوند سړکونه په هرو شپږو میاشتو کې رغول کیږي، چې د رغولو پرمهال یې ولس له لار بندښت سره هم مخ وي، خو رغول شوې لارې ډېر ژر بېرته ځکه له منځه ځي چې کېفیت یې خراب وي.
د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی جان اغا صالح یې په اړه داسې وایي:
((دا سړکونه هر کال قیر کیږي، یا قیر شوي سړکونه بیا ځل ترمیم کیږي، خو دا چې قراردادونو کې فساد کیږي او بیا د فساد شتون له امله یې کېفیت څخه سمه څارنه نه کیږي، ډېر ژر له منځه ځي.
قرارداد اخېستونکي کسان د کمې تجربې له امله نشي کولی، چې د سړکونو سمه لوډرکاري وکړي، له همدې امله یې یواځې د رېګ په سر قير وشیندي، چې دا سړکونه بیا یو کال هم دوام نه کوي، خپله تاسې يې ګورئ.))
نوموړی د پروژو د کېفیت ټیټوالي لوی لامل فساد ښيي. د ده په خبره ډېری کم کېفیته پروژې د زورواکو له خوا تطبیق کېږي، چې ولسي خلک یې پر وړاندې د غږ پورته کولو جرئت نه شي کولی.
د سړکونو په جوړښت کې د فساد شتون له مسألې موټر چلوونکي هم رنځ وړي.
دوی وایي د جوړو شویو سړکونو بیا ځل خرابوالي اړ کړي چې خپل وسایط په هره دوهمه ورځ مستري ته ودروي او د خپلې ګټې ډېره برخه پرې بېرته مصرف کړي.
د دوی له ډلې یو رکشا چلوونکي د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ ته په دې اړه داسې وویل:
((د رغول شويو سړکونو ډېره برخه بېرته کنډ – کپر شوې. روغ سړک کې کنډ او کپر ځایونه ډېر کله په رفتار کې معلوم نه شي، چې له امله یې بیا زموږ رکشا خرابه او مستري ته ودریږي. کال کې څو وار د دې کنډ – کپر سړکونو داغونه نیول کیږي، خو هسې یې تور کړي چې میاشت وروسته بېرته پخواني حالت ته تللی وي.))
د جلال اباد ښاروالۍ ریاست بیا د سړک جوړولو په برخه کې دغه ادعاوې نه مني.
د دغه ریاست ویاند عبدالله هوډ له ګهیځ سره په خبرو کې یادونه وکړه چې د ساختماني پروژو کوم قراردادونه چې د دوی له لوري د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکول کیږي، د یوې شفافې پروسې په اساس یې د بولۍ چارې مخته وړل کیږي.
نوموړی د دې ترڅنګ چې د کېفیت پر ښه والي ټینګار کوي وايي:
((کله چې ښاروالي د ساختماني پروژو کوم قراردادونه ورکوي، د ولایت پر فیسبوک پاڼې، د ښاروالۍ پر فیسبوک پاڼې او د اطلاعات او کلتور ریاست لخوا په خپرېدونکي اخبار کې یې قراردادي خبرتیاوې خپریږي او بیا دا پروسه د ازادې سیالۍ په پایله کې بېلابېلو شرکتونو او اشخاصو ته د قرارداد په بڼه ورکول کیږي.))
هوډ د سړکونو ژر خرابېدو لامل د فساد شتون نه، بلکې سړکونو ته د خلکو نه پاملرنه بولي.
د ده په خبره څرنګه چې لازمه ده ښاریان د پروژو په ساتنه کې له ښاروالۍ سره همکاري نه کوي.
نوموړی وړاندې زیاتوي:
((کله چې د حکومت لخوا کومې رغنیزې پروژې تطبیق شي، له بده مرغه ښاریان یي د ساتلو په برخه کې د مسوولیت احساس نه لري. سړکونو باندې اوبه روانې وي، قیر سړکونو کې اوبه اچوي چې دا چاره که سړک هر څومره باکېفیته جوړ شوی وي، ژر له منځه وړي.))
په ورته وخت کې د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی بیا که څه هم د قراردادونو په برخه کې د فساد موضوع په بشپړ ډول نه ردوي، خو زیاتوي چې د پروژو د ورکړې اړوند قراردادونه د یو شفاف میکانیزم په اساس ورکول کیږي.
((ولایت په ټول توان هڅه کوي چې د قراردادونو پروسه شفافه کړي، موږ نه ردوو چې فساد به نه وي، ولې که د فساد اړوند شواهد په مستنده توګه د ولایت مقام سره شریک شي، موږ ژمن یو چې په اړه یې نورې څېړنې وکړو او هغه کسان چې خپل مسوولیت یي سم نه وي ادا کړی، د قانون له مخې چلند ورسره وکړو.))
د خراسان پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي استاد قریب الرحمن مشعل چې د سړک جوونې په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي وايي، د پروژو لاس په لاس کېدل او د پیسو په بډه وهل د دې لامل کیږي، چې سړکونه په ټیټ کېفیت جوړ شي.
نوموړی زیاتوي، بیړه، ناسمې طرحې او ډیزاینونه، نیمګړي تړونونه او تدارکاتي سیستم، له بې کېفیته موادو څخه ګټه اخیستنه او له کادرونو څخه نه استفاده د دې لامل شوې، چې دغه برخه کې د زیاتره شرکتونو چارې تر پوښتنې لاندې راشي.
نوموړی د خپلو خبرو په دوام کې داسې وايي:
((له بده مرغه دا قرادادونه له یوه کسه بل ته او بیا له بل څخه همداسې نورو ته لاس په لاس کیږي. پای کې هغو شرکتونو ته په لاس ورشي، چې هېڅ وړ تخنیکي وسایل نه لري، انجینرانو یې مسلکي زده کړې نه وي کړي. د سړکونو ځینې برخې نمجنې وي، له ځمکې اوبه کشوي، د پروژې په تطبیق کې ورته پاملرنه نه کیږي، کریړ په سم ډول نه اچول کیږي یا سم ډک نه کړل شي، نو دغه مسایل بیا د دې لامل کیږي چې جوړ شوي سړکونه ډېر ژر بېرته له منځه لاړ شي.))
په ختیځ ولایت ننګرهار کې يوازې د سړک جوړونې چارې نه دي، چې د فساد او ټیټ کېفیت شتون له امله نيوکې پرې کيږي؛ بلکې په تېرو شلو کلونو کې د بیارغونې پر ډېری نورو چارو هم د غلا او فساد د شتون په تړاو شکايتونه شوي دي.
د ګهیځ دغې څېړنې سره هم مهاله شمشاد ټلوېزیون د یو راپور په خپرولو سره د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر په میلیونونو افغانۍ فساد تورن کړ او د ښاروالۍ په ریاست کې یې د فساد شتون په اړه د سلو پاڼو اسنادو او شواهدو د ترلاسه کولو یادونه وکړه.
تر دې وړاندې بیا د جلال اباد ښاروالۍ پورې منصوب یو لېست هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده، چې په کې د ښاروال اباسین بهیر له خوا یو شمېر مدني فعالانو ته په بېلابېلو نومونو له دې امله د باج ورکولو لېست ترتیب شوی وو، چې د ښاروالۍ د مشر پر کړنو له نیوکو لاس په سر وي، خو خپله اباسین بهیر بیا دغه د فساد تورونه رد او یاد لېست یې جعلي او بې اساسه بللی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس