معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / تر اته کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل ایرانیان د عمرې ادا کولو  ته  لاړل

تر اته کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل ایرانیان د عمرې ادا کولو  ته  لاړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر عربي رسنیو راپور ورکړی، چې له اته کلن ځنډ وروسته په لومړي ځل د ایراني اتباعو یوه ډله د عمرې لپاره سعودي عربستان ته لاړل.

تر دې وړاندې رویترز خبري آژانس راپور خپور کړی و، چې په تېره ډسمبر میاشت کې سعودي عربستان پر ایرانیانو د حج عمرې د پرځای کولو بندیز لرې کړ.

د راپور له مخې دغه اقدام به په منځني ختیځ کې د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي برخه ک  اغېزمن رول ولوبوي.

په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې ایران او سعودي عربستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض له‌خوا د یوه شیعه ملا د اعدام او له هغه وروسته په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت د یرغل له امله کړکېچنې شوې، بېرته په بشپړه توګه اعاده کړې.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس