معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا کې غلو له یوه زېرمتونه ۳۰ میلیونه ډالر غلا کړي

امریکا کې غلو له یوه زېرمتونه ۳۰ میلیونه ډالر غلا کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چې د امریکا په لاس انجلس کې غلو د نغدو پیسو له یوې زېرمې لږ تر لږه ۳۰ میلیونه ډالره غلا کړي دي.

د ځايي رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، چې دا د یاد ایالت په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا ده.

د امریکا پلټنو فدرالي اداره ایف بي ای او د لاس انجلس پولیس په شریکه د دې پېښې په اړه پلټنې کوي.

د سان فرنانډو سیمې په دې زېرمه کې له ځايي کاروبارونو راغلې پیسې زېرمه کېدې او چارواکي وايي، هېڅوک نه دي خبر شوي، چې کله غله دغه ځای ته ننوتي او نه هم د خبرداري کوم زنګ وهل شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس