معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / اسراییل غزې ته د بشري مرستو لېږد لپاره شمالي سرحدونه پرانیزي

اسراییل غزې ته د بشري مرستو لېږد لپاره شمالي سرحدونه پرانیزي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې په مؤقت ډول به د دغه هېواد د شمالي سرحد له لارې غزې ته بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې ټېلیفوني مکالمه کې نتنیاهو ته ویلي، که په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره اقدام ونه کړي، د اسراییلو په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.

د نتنیاهو دفتر ویلي‌، د اسدود د بندر او ایرز د سرحد له لارې به بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته انتقال شي.

اعلامیه وايي دا کار به بشري مرستې زیاتې او دغلته د بشري بحران مخه ونیسي، خو اسراییل ټېنګار کوي چې دا اقدام به د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې دوام تضمین کړي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې اسراییلي اشغالګرو پر غزې تر هوایي او ځمکني بریدونو وروسته د بشري مرستو د بندولو ترڅنګ ګڼ نور جنګي جنایتونه هم ترسره کړي دي.اسراییل غزې ته د بشري مرستو لېږد لپاره شمالي سرحدونه پرانیزي

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې په موقت ډول به د دغه هېواد د شمالي سرحد له لارې غزې ته بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوې ټېلیفوني مکالمه کې نتنیاهو ته ویلي، که په غزې کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره اقدام ونه کړي، د اسراییلو په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.

د نتنیاهو دفتر ویلي‌، د اسدود د بندر او ایرز د سرحد له لارې به بشري مرستو ته اجازه ورکړي چې غزې ته انتقال شي.

اعلامیه وايي دا کار به بشري مرستې زیاتې او دغلته د بشري بحران مخه ونیسي، خو اسراییل ټېنګار کوي چې دا اقدام به د جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د جګړې دوام تضمین کړي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې اسراییلي اشغالګرو پر غزې تر هوایي او ځمکني بریدونو وروسته د بشري مرستو د بندولو ترڅنګ ګڼ نور جنګي جنایتونه هم ترسره کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس