په ماليزيا کې د افغانستان سفیر محب الرحمن سپین غر د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمد اعظم سره کتلي دي. د باختر دولتي آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې، چې هلته په مالیزیا کې په افغان سفارت کې شوې، احمد …
Read More »د پاکستان لپاره افغان سفیر توماسټ ویسټ ته: طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره شرطونه پوره کړي
په پاکستان کې د افغانستان شارژدافیرسردار احمد شکیب وايي طالبانو د اسلامي امارت حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا وړاندې شوي شرطونه بشپړ کړي دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي، چې واشنګټن له مخکې نه طالبانو ته واضح کړې وه که په …
Read More »داعش ډلې د تېرې ورځې دوو چاودنو مسؤولیت ومانه
رویټرز او یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د وروستیو دوه چاودنو مسؤولیت په غاړه اخستی. د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار اړوند بېلا بېلو سیمو کې دوه چاودنې وشوې. دغو چاودنو چې یوه د دشت برچي په ایستګاه نقاش او بله په شهید څلور لاري کې …
Read More »م.م: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده شي
ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د انساني غمیزې د مخنیوي لپاره دې د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت کړکېچن بللی دی. …
Read More »کرزی د امر بالمعروف وزیر ته: د با ثباته نظام د جوړېدو لپاره یوازینۍ لاره ملي یوالی دی
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وروستیو څرګڼدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول خبرې د تبصرې وړ نه ګڼي. د طالبانو امر بالمعروف وزیر مولوي محمد خالد حنفي د سه شنبې پر ورځ ویلي وو، چې …
Read More »جوزجان کې د مرخیړیو د تولید مجهز مرکز جوړ شو
د پوهنې وزیر: د ښځو د زده کړو خلاف نه یو
د پوهنې سرپرست وزیر مولوي نورالله منیر وايي اسلامي امارت د ښځو له تعلیم او زده کړو سره کوم مخالفت نه لري. باختر دولتي خبري اژانس د پوهنې سرپرست وزیر له قوله لیکي چې، زده کړې د انجونو اسلامي او قانوني حق دی. خو ټینګار کوي چې د دوی د …
Read More »متقي: امریکا دې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د امریکا له کانګرسه په یوه سرخلاصي لیک کې د کنګل شویو پیسو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده. دغه لیک چې د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی، د افغانستان ناوړه اقتصادي وضعیت …
Read More »ناروې: نړۍ دې په اوسنیو سختو شرایطو کې افغانان یوازې نه پرېږدي
ناروې د نړۍ پر شتمنو هېوادونو غږ کړی دی چې د نقدي مرستو په برابرولو سره دې په روانو سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي. د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هنیکن هیوتفلت ویلي، دوی له اړمنو افغانانو سره ۲۳ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړې ده او چمتو دي …
Read More »د عربي متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړي ځل لپاره د اسراییلو بیرغ پورته شو
د عربي متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ (قصر الوطن) کې د لومړي ځل لپاره د اسراییلي صهیونیسټي رژیم بیرغ پورته شو. ورته مهال په متحده عربي امارتو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د ولسمشرۍ د ساتونکو لخوا د اسراییلي سفیر عامر هایک پر وړاندې رسمي تشریفات هم تر سره شول. …
Read More »