معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مالیزیا په افغانستان کې د مرستو ستر مرکز پرانیزي

مالیزیا په افغانستان کې د مرستو ستر مرکز پرانیزي

په ماليزيا کې د افغانستان سفیر محب الرحمن سپین غر د افغانستان لپاره د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمد اعظم سره کتلي دي.

د باختر دولتي آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې، چې هلته په مالیزیا کې په افغان سفارت کې شوې، احمد اعظم ترکیې او قطر ته د خپل سفر پایلې له افغان سفیر محب الرحمن شریکې کړې او د ژمي تر رارسېدو مخکې یې د افغانستان خلکو ته د درملو، طبي وسايلو، خوراکي او د اړتیا وړ نورو توکو په ګډون یې د بشري مرستې پر مالونو بار د ېوې الوتکې د استولو ژمنه وکړه.

هغه خبرداری ورکړ، چې د مالیزیا د سولې نړېوال بنسټ په پام کې لري چې ډېر ژر په کابل کې یو لوی مرستندوی مرکز پرانیزي.

تمه کېږي چې د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی سلاکار به له سیمه ییزو سفرونو وروسته ډېر ژر کابل ته هم سفر وکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس