معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د عربي متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړي ځل لپاره د اسراییلو بیرغ پورته شو

د عربي متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړي ځل لپاره د اسراییلو بیرغ پورته شو

د عربي متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ (قصر الوطن) کې د لومړي ځل لپاره د اسراییلي صهیونیسټي رژیم بیرغ پورته شو.

ورته مهال په متحده عربي امارتو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ دننه د ولسمشرۍ د ساتونکو لخوا د اسراییلي سفیر عامر هایک پر وړاندې رسمي تشریفات هم تر سره شول.

د متحده اماراتو لوی سوداګر او د داماک ګروپ شرکت بنسټګر حسن سجواني، پر خپله رسمي ټوټیرپاڼه د دغو مراسمو ویډیو خپره کړې او زیاته کړې یې ده، چې له تشریفاتو وروسته په قصر الوطن کې د اسراییلو د صهیونیسټي رژیم ملي سرود وغږول شو.

په همدې سره د عربي متحده اماراتو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د لومړي ځل لپاره د دغه رژیم بیرغ ورپېده.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری اسلامي هېوادونه اسراییل ته د یو رژیم په سترګه ګوري او د یو خپلواک دولت په توګه ور سره اړیکې نه پالي خو متحده امارات له اسراییلي رژیم سره د اړیکو په عادي کولو کې هم تر ټولو لومړی دولت و.

برسېره پر دې، د اسراییلو د وسلو تر ټولو لوی شرکت په متحده عربي امارتو کې یوه څانګه پرانستله.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس