معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / داعش ډلې د تېرې ورځې دوو چاودنو مسؤولیت ومانه

داعش ډلې د تېرې ورځې دوو چاودنو مسؤولیت ومانه

رویټرز او یو شمېر نورو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د وروستیو دوه چاودنو مسؤولیت په غاړه اخستی.

د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار اړوند بېلا بېلو سیمو کې دوه چاودنې وشوې.

دغو چاودنو چې یوه د دشت برچي په ایستګاه نقاش او بله په شهید څلور لاري کې وشوې، ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

له برید وروسته د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: «د کابل ښار ۱۳حوزې اړوند د نقاش په سیمه کې په یوه ټونس ډوله موټر کې چاودنه شوې چې یو تن ملکي کس وژل شوی او۶نور ټپيان شوي چې درې تنه ښځينه هم پکې دي.‌»

دا په تېرو څو ورځو کې څلور چاودنې شوې، چې د کابل په ښار کې کیږي. څو ورځې مخکې هم په دشت برچې کې چاودنه وشوه چې یو «افغان خبریال» هم په کې ووژل شو.

د طالبانو له راتګ وروسته، د دا ډول بریدونو مسؤولیت تر ډېره د داعش-خراسان ډلې منلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس