معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / م.م: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده شي

م.م: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده شي

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د انساني غمیزې د مخنیوي لپاره دې د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت کړکېچن بللی دی. نوموړې ویلي چې باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره مرستې ډېرې شي او دلته دې خلک له انساني غمیزې وژغورل شي.

مېرمن لاینز وایي افغانستان دم ګړۍ له داسې یوې غمیزې سره لاس او ګرېوان دی چې مخنیوی یې کېدلی شي او امریکا ته په کار ده چې د دغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

نوموړې وایي دا مهال د شتمنیو د کنګل کېدو له امله له افغانستان سره سوداګري په ټپه درېدلې ده، بانکي خدمات فلجېږي، اقتصادي وضعیت لا هم ترینګلی کېږي او له همدې امله بې ثباتي رامنځ ته شوې ده. لاینز تمه ښوودلې چې نړیوالې بشردوستانه مرستې له افغانستان سره ډېرې شي او دغه هېواد له راتلونکې احتمالي غمیزې وژغورل شی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس