معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / د پاکستان لپاره افغان سفیر توماسټ ویسټ ته: طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره شرطونه پوره کړي

د پاکستان لپاره افغان سفیر توماسټ ویسټ ته: طالبانو د رسمیت پېژندو لپاره شرطونه پوره کړي

په پاکستان کې د افغانستان شارژدافیرسردار احمد شکیب وايي طالبانو د اسلامي امارت حکومت په رسمیت پېژندو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا وړاندې شوي شرطونه بشپړ کړي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي، چې واشنګټن له مخکې نه طالبانو ته واضح کړې وه که په افغانستان کې د مخکني حکومت سره د خبرو پر ځای د زور له لارې واک تر لاسه کړي، غیرې بشري مرستې به پرې بندې شي.

دغه راز نوموړي داهم ویلي، چې مشروعیت او ملاتړ باید د ترهګرۍ سره د مبارزې، ټولګډونه حکومت پر جوړولو، د لږکیو، میرمنو او نجونو حقونو ته د درناوي او په برابره توګه تعلیم او کار کولو ته د لاسرسي پر اسانتیاوو باید وګټل شي.

خو افغان سفیر سردار احمد شکیب، چې په اسلام اباد کې یې د افغانستان د وضعیت په اړه په یو څېړنیز کنفرانس کې خبرې کولې وویل، چې دوی د رسمیت پېژندو لپاره شرطونه بشپړ کړي خوامریکا لا هم پلمې لټوي.

شکیب زیاتوي: “اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره د نړیوالو اصولو برابر ټول اړین ګامونه اخستي او د دوی شرطونه یې پوره کړي، خو د امریکا پلمې به هیڅکله پای و نه مومي”.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره نوی جوړ شوی د اسلامي امارت حکومت د هیڅ کوم هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس