معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / کرزی د امر بالمعروف وزیر ته: د با ثباته نظام د جوړېدو لپاره یوازینۍ لاره ملي یوالی دی

کرزی د امر بالمعروف وزیر ته: د با ثباته نظام د جوړېدو لپاره یوازینۍ لاره ملي یوالی دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر وروستیو څرګڼدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه ډول خبرې د تبصرې وړ نه ‌ګڼي.

د طالبانو امر بالمعروف وزیر مولوي محمد خالد حنفي د سه شنبې پر ورځ ویلي وو، چې د کرزي په ګډون له هغو کسانو سره چې په تېرو لسیزو کې د لویې پانګې خاوندان شوي، حساب کوي.

مولوي خالد په خپلو څرګندونو کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، عبدالله عبدالله او د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلمیار مجرمین بللي.‌

حامد کرزي د یادو څرګندونو په غبرګون کې په خپله ټوېترپاڼه د امر بالمعروف وزیر د سپارښتنې په ډول لیکلي: “ملي وحدت، اتحاد او اتفاق د ګران هېواد دعزت اودیو با ثباته ملي نظام د جوړېدو لاره ده”.

په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر هم د یادو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، داسې څرګندونې د وطن په خیر نه دي او باید ترې ډډه وشي او زیاتوي چې یاد شویو کسانو د سولې په لاره کې زیات زحمتونه ویستلي او قربانۍ یې ورکړي دي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو پر افغانستان له خپلې ولکې وروسته د پخوانیو سیاسي مشرانو په ګډون ټولو کسانو ته عمومي عفوه اعلان کړه.

خو دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت د یو وزیر لخوا د پخواني حکومت اړوندو کسانو او سیاستوالو سره د حساب کتاب خبره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس