معماری
خانه / ګهیځ نیوز / له ایران سره د اوبو په تړاو هېڅ ډول نوې هوکړه نه کېږي

له ایران سره د اوبو په تړاو هېڅ ډول نوې هوکړه نه کېږي

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمري/اسد ۱۳مه او د اګسټ میاشتې ۴ مه نېټه ده) افغان حکومت ټینګار کوي چې له ایران سر د اوبو په تړاو لېسزې وړاندې شوې هوکړې پر بنسټ عمل کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال مجیب الرحمان عمر په تازه څرګندونو کې ویلي له ایران سره د اوبو په تړاو هغه هوکړه د عملي کېدو وړ ده چې په ۱۳۵۱ کال کې لاسلیک شوې ده.
د ده په خبره ایران خپله ټوله حقابه تر لاسه کړې ده او له دغه هېواد سره د نوې هوکړې هېڅ امکان نشته دی.
دغه افغان چارواکي ویلي دوی له ایران سره د پخوانیو هوکړو پر بنسټ عمل کوي او په دې تړاو د افغان حکومت دريځ څرګند دی.
هغه زیاته کړې چې له ایران سره هر ډول مذاکراتو ته تیار دي، خو له خپل حقه نه تېرېږي او نه به هم د نوو هوکړو لاسلیک ته غاړه کېږدي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس