معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ‏روسي پانګوال په افغانستان کې د تېلو ګازو پر راویستو پانګونې ته لېواله دي

‏روسي پانګوال په افغانستان کې د تېلو ګازو پر راویستو پانګونې ته لېواله دي

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومي ۱۳مه) روسي سوداګرو د افغانستان پر تېلو او ګازو د پانګونې ژمنه کړې ده.
اسلامي امارت وايي د رییس الوزارء مرستیال عبدالسلام حنیفي د روسي او افغان سوداګرو له ګډ پلاوي سره کتلي دي. په دې کتنه کې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو او په دې برخه کې پر اسانتیا خبرې شوې دي.
د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په دې لیدنه کې روسي پانګه والو په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
د ده په خبره دوی دې ته خوشبیني ښوودلې چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو پر راویستنه پانګونه وکړي.
افغانستان د تېلو او ګازو پراخې زېرمې لري خو د اوږدو جګړو له امله د دغو سرچینو راویستنې ته زمینه نه ده برابره شوې او نوی حکومت په دې برخو کې د پانګونې د جذب په لټه کې دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس