معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په کونړ کې خلک د ملي دسترخوان په پروسه کې له فساد نه سرټکوي

په کونړ کې خلک د ملي دسترخوان په پروسه کې له فساد نه سرټکوي

په کونړ کې خلک د ملي دسترخوان په پروسه کې له فساد نه سرټکوي
راپور: سپين غر
په کونړ ولایت کې د ملي دسترخوان تر نامه لاندې د دولت له خوا د بېړنیو مرستو د وېش په لړ کې عام خلک شکایت لري چې د وېش لړۍ یې رڼه نده او د ولایت په ځینو سیمو کې ددې وېش په لړ کې فساد شتون لري.
د کونړ مرکز ته څېرمه د نوآباد د بر کلي يو تن اوسېدونکی اختر محمد کليوال چې د ملي دسترخوان پروسې له لارې یې مرسته هم تر لاسه کړې وايي: “زموږ په کلي کې دوه کلستره دي چې ټولې ۶۸ کورنۍ وې، خو ددې کلي په نامه د ۵۸ کورنيو ته مرسته اېستل شوې وه او هغه هم بشپړه نه وه چې بيا پاتې ۱۰ کورنيو ته موږ هرې کورنۍ ۵۰۰ افغانۍ راټولې کړې او هغوی ته مو پرې د مرستې مواد واخيستل.”
هغه وايي چې که دغه لس کورنۍ غريبې وې، نو ولې يې ليست کې نه ليکلې او که شتمنې وې او لدې امله یې نوم په لیست کې نه وو ليکل شوی، نو بيا ولې د نورو کلیوالو له خوا ورته پېسې راټولې شوې.
دده په وینا د مرسته شویو توکو د لېږدولو لپاره د نیول شوي موټر کرایه هم له کلیوالو واخیستل شوه، پداسې حال کې چې دا کار د حکومت ؤ چې هرې ولسوالۍ ته یي باید مرسته شوي توکي رسولای وای.
اخترمحمد کلیوال همدا راز وایي چې د کلستر مشر د مرستو په نوم لړ کې د خپل داسې زوی نوم هم لیکلی ؤ چې واده یي نه درلود.
نوموړی زياتوي چې: “کله مو چې د شورا له مشر نه د توزيع جدول او دخرېدارۍ لیست او بلونه وغوښتل ،هاخوا دېخوا يې راسره وکړل او له ښکاره کولو يې ډډه وکړه.”
خو په ورته وخت کې بیا د نوآباد د برکلي د کلستر مشر ملک سيد يوسف دغه تورونه ردوي او يو پروپاګند یې بولي، هغه وايي : “زموږ نه دغه لس کورنۍ پاتې شوې وې نو موږ د هغوی سره د مرستې لپاره دغه ۵۰۰ افغانۍ راټولې کړې، او دوی که هر وخت وغواړي موږ ټول اسناد ورښودلی شو.”
هغه له کرايې ورکولو ځان ناخبره ښيي، ټوله پروسه شفافه بولي او وايي چې هېڅ ډول ستونزه او جنجال په کې نه شته، هغه دا ردوي چې ګواکې د خپل هغه زوی لپاره دې یې هم برخه اخیستې وي چې لايې واده هم نه شته.
د کونړ ولايت يوشمېر هغه اوسېدونکي چې نومونه یي د مرستو په لیستونو کې ندي نیول شوي، په دې لیستونو نیوکه کوي او وایي چې پدې لیستونو کې په لوی لاس غريب او بې وزله خلک د شتمنو په ليکه کې حساب شوي دي، خو برعکس هغه چې په دغه پروسه کې يې توان رسېده خپل خپلوان چې د نورو په پرتله شتمن دي بيا په بې وزلو او مستحقو کې ليکلي دي.
د کرهالې د مرکزي کلي د چغان سيمې يو تن اوسېدونکی، عزت الله رحمتي ددې ستونزې په اړه وايي: “کله چې د ولسي تړون شوراګانې جوړېدې نو د ډاکار مؤسسې جوړې کړې، هغوی سروې وکړه او بيا يې چې د شورا مربوط څومره کورنۍ وې د هغې تعداد يې راواخيست، چې ستونزه له دغه ځای پېدا شوه .”
نوموړی زیاتوي چې په هغه وخت کې چا دومره ارزښت ورنه کړ او هغوی هم چې رضا کار وو، همداسې يې له ځان نه ليستونه جوړ کړل چې که د يو کلي ۸۰۰ تنه وو نو دوی ۳۰۰ تنه وليکل، دلته خلکو او هم ډاکار بې غوري وکړه.
دی همدارنګه وایي چې د ملي دسترخوان په طرزالعمل کې داسې دي چې بايد د افغانستان په کچه لس سلنه شتمن خلک بايد له دغه ليستونو لرې شي، خو د کونړ چې بيچاره خلک دي، يعنې زموږ شتمن د بل ولايت د بې وزله په اندازه شتمن ندي.
هغه زياتوي چې زموږ د کلي په ۳۵۰ کورنيو کې ۳۵ کسان له ليست نه لرې کړی شوي دي، حال دا چې زموږ ټول د دوی په معيار برابر (۱۰۰۰) کورنۍ دي.
رحمتي وايي: “زموږ کور لس فاميله دی، خو له موږ يې دوه کسان ليکلي، حال دا چې د دې ټولو اقتصادي حالت يو له بل بدتر او خراب دی.”
هغه وايي چې د شورا د رئيس ، نورو غړو او مسؤولينو د يو کور نه چې مستحق نه دي لس کسان ليکل شوي او هغه چې مستحق دي له لسو يو کس ليکل شوی دی.
ګهیځ د ځایي اوسېدونکو په همکارۍ داسې ویډیویي کلپ هم تر لاسه کړی چې پکې دوه کسه ښکاري، دوی د مرستو د وېش پر مهال له نورو ګوښه ناست وي او دا لېستونه د مرستو د ویش پر مهال ترتیبوي.
د کونړ د بره تېشې اوسېدونکی چې خپل نوم احمد را ښيي وايي: “دا پروسه له فساد ډکه ده، کومه ورځ چې موږ ته مواد راکول کېدل نو د نظارت په پلاوي کې چې له مرکز نه راغلی وو، يوه مېرمن هم وه، کله چې هغې لوبيا وليده نو ويې ويل چې دا خو پوره يوولس کيلو نده، خو هغو کسانو چې خریداري کړې وه، همدا ويل چې نه پوره یوولس کلیو ده، بالآخره د مېرمنې په ټينګار تله راوړل شوه او کله چې لوبيا وتلل شوه ،نو لس کيلو وه، په دې حساب چې مو ټول حساب وکړ نو د ۱۸۰۰۰ افغانيو لوبيا پکې کمه وه.”
د همدغې سيمې يو تن بل اوسېدونکی ضياءالحق وايي: “موږ درې فامیله يو، درېواړه په دولت کې ملازمين يو، اقتصاد مو يو شان خراب دی، خو له موږ درې واړو يې يوازې يو کس ليکلی ؤ او يو کس ته يې مواد ورکړل، خو په کلي کې داسې کسان وو چې زموږ په نسبت يې ژوند او اقتصاد ښه برابر وو، پوره پوره مواد ټولو واخیستل.”
په کونړ کې د ملي دسترخوان ولايتي مسؤول خليل الله نظام هم شته ستونزې مني او وايي چې: “د ليستونو برخه کې ستونزه د کليو د شوراګانو له خوا رامنځ ته شوې، یا دوی بې غوري کړې او يا د کوم بل لامل له مخې ځينې کورنۍ پاتې شوې دي، خو موږ د هغوی سروې کوو او په دوهم پړاو کې به د دغه پاتې شويو مستحقينو ترڅنګ له هغو کليو سره چې نوي جوړ شوي او يا يې پخوا شورا نه لرله، مرسته وکړو.”
خليل الله نظام زیاتوي چې:” اوس مهال مونږ د پاتې شويو کورنيو سره هيڅ مرسته نشو کولای ځکه دا ليستونه منظور او پېسې يې راغلې دي،نو ښه خبره دا ده چې دا خلک خپل منځ کې په دې ډول جوړ جاړې وکړي چې پوهيږي بل ترې مستحق دی بايد خپله مرسته هغې ته ورکړي.”
په کونړ کې د ملي دسترخوان پروسې مسوول ښاغلی نظام د کرايې په اړه وايي: “دولت د کرايې لپاره لس زره افغانۍ ټاکلې او کومو سيمو ته چې څومره پېسې د کرايې په ډول مصرفيږي، پاتې يې بېرته د دولت اکاونټ ته ځي، هيڅوک حق نه لري چې د کرايې په نامه له خلکو نه پېسې راټولې کړې،که يې داسې کار وکړ بايد موږ جريان کې شو.”
بلخوا د ګهیځ خبریال د کونړ ولایت له ډېرو سيمو څخه داسې معلومات ترلاسه کړي وو چې د ويشل شویو توکو کميت او کيفيت کمزوری دی، ښاغلی نظام دغه ستونزه مني او وايي چې د څوکۍ ولسوالۍ په يوه کلي کې همداسې شوي وو،چې د دوکاندار په د خرید په سند کې د توکي اندازه يو ډول وه او د ويش پرمهال بل ډول وه،کله چې خبره رسوا شوه،نو دوکاندار وويل چې ماسره شورا والا همداسې معامله کړې وه او چې حساب وشو، ټولې پنځه دېرش زره افغانۍ فساد شوی و.
ښاغلی نظام وایې چې دا ستونزه بې بیا له مرکز او ولسوالۍ سره شريکه کړه او هغوی د دغې شورا رسميات ختم کړل او د رسمي ايميل له لارې یې له ولسوالۍ غوښتنه وکړه چې دوی دې پرې خپل قانون او مقررات پلي کړي.
هغه وايي چې په دې پروسه کې هيڅ کليوال ، د شورا غړي او کمېټه د دې صلاحيت نه لري چې په يو نوم او بل نوم له کليوالو نه پېسې راټولې کړي که چېرته دغه کار وکړي او دوی په جريان کې شي نو رسما به یې ولسوالۍ مقام ته معرفي کړي او قانوني چلند به ورسره وشي.
د ملي دسترخوان دغه مسوول د مرستو له لست نه د لس سلنې شتمنو د کموالي په اړه وايي : ” دا حتمي نه ده موږ ته شرایط او معيار مهم دی،دا نوي سلنه یې يو اعظمي حد ورته ټاکلی، دا پېسې يا مرسته د هغه چا لپاره ده چې د کرونا له امله يې اقتصاد له صفر سره ضرب شوی وي او يا بې وزله وي.”
په کونړ کې د ملي دسترخوان د مرستو د وېش مسوول، پر دغه پروسه باندې د فساد شته غټ تورونه نه مني خو په ټوله کې خلک او ولس بیا ددې پروسې له شفافیت نه اندېښمن دي او وایې چې دلته واک د ملکانو او قومي مشرانو دی او خوار کلیوال بیا هم پکې خوار دی.
خو د کونړ ولايت د نواباد د سيمې اوسېدونکی اخترمحمد کليوال وايي:” رسنۍ،ديني عالمان او نورو مسوولين بايد په دغه برخه کې خلکو ته پوهاوی وکړي،ترڅو خبر شي او له دغه لارې خپل شکايتونه شريک کړي ،ترڅو حق حقدار ته وسپارل شي او ستونزه حل شي.”

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس