معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په ننګرهار کې د طبي علومو یو شمېر خصوصي انسټیټیوټونه د پیسو په مقابل کې محصلینو ته سند ورکوي

په ننګرهار کې د طبي علومو یو شمېر خصوصي انسټیټیوټونه د پیسو په مقابل کې محصلینو ته سند ورکوي

په ننګرهار کې د طبي علومو یو شمېر خصوصي انسټیټیوټونه د پیسو په مقابل کې محصلینو ته سند ورکوي
راپور: ساحل اتل
د هېواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د روغتیایي علومو د زده کړې ۱۲ خصوصي او یو دولتي انسټیټیوټ شته چې زرګونه محصلین په کې د روغتیایي علومو په مختلفو رشتو کې په زده کړو بوخت دي.
د ګهیځ موندنې ښيي چې په ننګرهار کې د نیمه لوړو زده کړو یو شمېر خصوصي انسټيټیوټونه د پیسو په مقابل کې محصلینو ته د فراغت سندونه ورکوي او یو شمېر خیالي کسان فارغوي او هر کال په اخیستل کیدونکې دولتي آزموینه کې له ګډون وروسته دولتي دیپلومونه هم تر لاسه کوي.
یو تن داسې فارغ شوی محصل چې د ۱۸ زره افغانیو په مقابل کې یي سند تر لاسه کړی او ګهیځ سره په خبرو کې له نوم اخیستو ډډه کوي وایي: “ما د فارمیسي په برخه کې تجربه درلوده، له یوه ډاکټر سره مې کار کړی ؤ، د وخت د کمښت له امله مې نه شول کولای په دې برخه کې دوه کاله زده کړې وکړم، نو د ۱۸ زره افغانیو په مقابل کې مې د غازي امان الله خان له طبي علومو له انسټیټیوټ څخه سند تر لاسه کړ.”
نوموړی وایي لکه څرنګه چې یي له زده کړو پرته د فارمسي سند واخیست په همدې ډول به په دولتي آزموینه کې هم بریالي شي او سند به تر لاسه کړي.
یوه بله محصله چې ثریا نومیږي او د ځلاند د روغتیایي علومو په انسټیټیوټ کې د قابلګۍ په برخه کې زده کړې کوي وایي چې په پیل کې یي غوښتل چې له لومړیو دوه سمسترو له لوستو پرته په درېیم سمستر کې کښیني، خو د ادارې لخوا ترې د پیسو غوښتنه وشوه.
دغه محصله زیاتوي: “ما غوښتل د لومړیو دوه سمسترونو له لوستلو پرته په درېیم سمستر کې کښینم، له اداري کارکوونکو سره مې خبرې وکړې، هغوی راسره ومنله. د ټولو دوه کلونو فیس ۱۲ زره افغانۍ کیدې خو له ما یي د ۱۸ زره افغانیو غوښتنه وکړه، ما مې له کورنۍ سره مشوره وکړه، کورنۍ مې راته وویل چې د دومره پیسو توان نه لرو، نو بیا ترې صرف نظر شوم او له لومړي سمستر نه مې زده کړې پیل کړې.”
خو د غازي امان الله خان د طبي علومو انسټیټیوټ رئیس قاضي عبدالرحمن خیرخواه دا ډول ادعاوې ټولې ردوي او وایي چې د پیسو په مقابل کې د خیالي محصلینو فارغول شوني نه دي ځکه دوی د یوه واضح پروسیجر له مخې نوي محصلین جذبوي.
نوموړی زیاتوي: “کله چې موږ په پیل کې د کانکور آزموینه اخلو، د نویو جذب شویو محصلینو لیست د عامې روغتیا ریاست سره قید کېږي او یو نقل یي د کابل خصوصي سکټور ته لېږل کېږي او کله چې دولتي آزموینه اخیستل کېږي نو همدا د جذب او فارغو محصلینو لیستونه کراس چک کېږي او د همدې په اساس د محصلینو بررسي کېږي.”
د ځلاند د طبي علومو انسټیټیوټ علمي او تدریسي مرستیال ډاکټر محمد جمیل وسیع که څه هم په ځینو انسټیټیونو کې د خیالي محصلینو جذب نه ردوي خو زیاتوي چې طبي رشتې په عملي کارونو ولاړې دي او یوازې سند نه شي کولای له یوه محصل سره مرسته وکړي.
ډاکتر محمد جمیل واسع وایي: “ممکن په ځینو ادارو کې دا مسألې وي، موږ په ډېرو ادارو کې کار کړی، ډېر خلک راغلي او موږ ته یي ویلي دا ستونزه شته، ولې زما په نظر د خیالي محصلینو فارغول نه یوازې اړوند شخص ته، بلکې ټولنې او دې مسلک ته صدمه رسوي، سند او کاغذ څه نه شي کولای په طبي برخو کې استعداد په کاریږي، سند یواځې موږ سره دومره مرسته کوي چې هغه لین ته مو داخل کړي.”
ګهیځ خبریال ددې لپاره چې ددې ادعاوو په حقیقت پوه شي، په ننګرهار کې یې د ټولو طبي علومو د خصوصي انسټیټیوټونو له ادارو سره خبرې وکړې او بالآخره داسې یو کس پیدا شو چې د پیسو په مقابل کې یي د سند د جوړولو خبره ومنله.
نوموړی چې په ننګرهار کې د روغتیایي علومو د یوه خصوصي انسټیټیوټ مسؤول کس ګڼل کېږي، د ګهیځ له خبریال سره په خبرو کې ومنله چې د پیسو په بدل کې د روغتیایي علومو د نیمه عالي زدکړو سند ورکول کېږي.
دده په وینا داسې هم ممکنه ده چې د ۴۰ زره افغانیو په بدل کې په روانه آزموینه کې چې د دولتي دیپلومونو د وېش لپاره پیل شوې یو کس شامل شي او که څوک غواړي راتلونکي کال ته د دولتي دیپلومونو د وېش په آزموینه کې برخه واخلي، داسې سند په ۲۸ زره افغانیو جوړېدای شي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند ډاکټر میرویس علیزی وایي د خصوصي روغتیایي علومو د انسټیټیوټونو د څارنې دنده د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ریاست دنده ده او دوی وخت په وخت څارنې او اروزونې تر سره کوي او که کومه ستونزه موجوده وي په اړه یي د قانون مطابق تصمیم نیسي.
نوموړی زیاتوي چې: “ددې انسټیټوټونو د څارنې دنده د عامې روغتیا د وزارت په چوکاټ کې د خصوصي سکټور د ریاست دنده ده او دوی د خپل پلان مطابق څارنه تر سره کوي او که احیانا داسې ستونزې په کوم انسټیټیوټ کې ولیدل شي چې خیالي کسان فارغوي د عامې روغتیا وزارت د هغوی په مقابل کې اقدام کوي او دا انسټیټیوټ بلیک لیست کوي.”
په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند ظاهر عادل هم وایي چې ښایي ستونزې موجودې وي، خو که څوک سند وړاندي کړي دوی یي مخه نیسي.
نوموړی زیاتوي چې: “که څوک پدې اړه سند په لاس ولري نو د عامې روغتیا ریاست او د طبي علومو انسټیټیوټ اماده دی چې په دولتي آزموینه کې یي د ګډون مخنیوی وکړي.”
له بلې خوا ښاریان هم د نیمه لوړو زده کړو په دې خصوصي مؤسسو نیوکه کوي او وایي چې د دوی جعل کاریو د روغتیایي خدماتو پر کیفیت هم اغېزه کړې.
ډاکټر (وحید) چې خپل شخصي کلینیک هم لري وایي چې د خیالي محصلینو فارغول او د پیسو په مقابل کې د سندونو ورکړې په روغتیایي خدماتو هم اغېز کړی.
نوموړی زیاتوي: طبیعي خبره ده چې کله یو شمېر خیالي کسان د طبي زده کړو سندونه تر لاسه کړي اغېز به یي پر طبي خدماتو هم منفي وي، دوی په عملي توګه د طبي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې پاتې راځي، چې په ټوله کې ناروغان په طبي برخه بې باوره کوي او هم د درملنې په برخه کې ستونزې زیږوي.”
امان الله زړور چې د خراسان خصوصي پوهنتون د نشراتو په برخه کې کار کوي وایي چې دا ستونزه لامل شوې چې پر طب او طبابت د خلکو باور له منځه ولاړ شي او ټولنې ته یي خدمات زیانمن تمام شي.
نوموړی وایي: “طبي زده کړې پیچیده دي او خدمات یي هم باید عصري وي، خو دلته په ننګرهار کې په طبي برخه کې د زده کړو کیفیت هغسې چې لازمه ده، نه دی.دوی داسې کسان فارغوي چې د ټولنې د خدمت جوګه نه وي تر دې چې هغوی د ستنې لګولو په برخه کې هم پوره مهارت نه لري، ډېر خلک د دوی د ناسمو خدماتو له امله معیوب شول، ډېر خلک مړه شول، ناروغي یوه وي خو دوا بله ورکوي نو دا ټولې منفي اغېزې دي چې په ټولنه یي لري.”
پر دې د روغتیایي علومو په انسټیټیوټونو یوه نیوکه دا هم ده چې محصلینو ته یې د عملي کارونو لپاره څه ډول چې لازمه ده زمینه نه ده برابره کړې.
سعیده چې په همدې ډول یوه انسټیټیوټ کې د قابلګۍ په برخه کې زده کړې کوي وایي:
“یو خو د غیر مسلکي استاذانو شتون د زده کړو پر کیفیت اغېز کړی او له بلې خوا په روغتونونو کې د محصلینو تعداد زیات دی او ټول محصلین نه شي کولای چې عملي کارونو ته سمه رسیدګي وکړي، نو د عملي کارونو په برخه ستونزې لامل شوي چې د نیمه لوړو زده کړو طبي مؤسساتو کې د زده کړو پر کیفیت نیوکې وشي.”
دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه د معیاري روغتونونو او آسانتیاوو نشتوالی یو له هغه مهمو لاملونو شمېرل کېږي چې ګڼ شمېر افغانان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې لپاره له ستونزو سره سره اړ باسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس