معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / په جلال آباد ښار کې د ریکشاوو جعلي پلیټونه پلورل کېږي

په جلال آباد ښار کې د ریکشاوو جعلي پلیټونه پلورل کېږي

په جلال آباد ښار کې د ریکشاوو جعلي پلیټونه پلورل کېږي
راپور/ حضرت نبي نبي زاده
د ګهیځ موندنې ښیي چې په جلال آباد ښار کې ډېرې ریکشاوې نمبر پلیټونه نه لري او یو شمېر ریکشاوې په ښار کې د ګرځېدو لپاره له جعلي نمبر پلیټونو ګټه پورته کوي.
په جلال آباد ښار کې ځینو سرچینو ګهیځ ته ویلي چې د ریکشاه ګانو جعلي نمبر پلېټونه د نوموړي ښار په په میا اسلم پلازه کې له درې زره افغانیو څخه تر څلور زره افغانیو پورې پلورل کېږي.
د جلال آباد ښاریان نیوکه کوي چې د ترافیکو ریاست تر اړتیا ډېرو ریکشاوو ته په ښار کې د ګرځيدا اجازه ورکړې ده، په داسې حال کې چې د ننګرهار ولایتي ادارې په جلال آباد ښار کې د هدفي وژنو د مخنیوي په پار په بې اسنادو ریکشاوو بندیز لګولی دی.
په جلال آباد ښار کې چار واکي وایي چې په دې وروستیو کې ددې ښار د نا امنه کولو هڅې او یو شمېر هدفي وژنې د ریکشاوو په مټ تر سره شوې دي ځکه نو د امنیتي چارواکو له خوا د جنایي جرمونو او امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه بېلا بېل تدابیر ونیول شول چې په ترڅ کې یې ریکشاه ګانو ته هم پاملرنه وشوه.
ددې پاملرنې په ترڅ کې د بې اسنادو ریکشاوو نیول، د ریکشا چلونکو بایومتریک کول او د ریکشا ګانو چپ طرف ته د سیخونو لګول، هغه اقدامات وو چې د جنایي جرمونو او امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه ترسره شول.
د ننګرهار پخواني امنیه قومندان غلام سنایي ستانکزي د خپل تېرې دندې پرمهال د بایومیټریک لړۍ پیل کړې وه چې لا هم پای ته نه ده رسیدلې او دمګړۍ هم په ښار کې ریکشاه ګانو ستونزه په پوره ډول نده حل شوې.
بل خوا د جلال آباد ښار اوسېدونکي لا هم ډاډه ندي چې ګوندې په ښار کې به د ریکشاوو بیروبار کم شي، د جلال آباد ښار یوتن هټیوال معلم ګل محمد وايي چې دولت داسې ډېرې پرېکړې کړې دي چې بیا یې پلي کړې ندي او تش د خلکو سترګو ته یې خاورې شیندلې دي، نوموړی وايي اوس مهال په ښار کې له اړتیا ډېرې زیاتې ریکشاوې شتون لري چې لامل یې په اړونده اداره کې د لوی فساد شتون دی.
بل اړخ ته د احمد په نامه د جلال آباد ښار یو اوسیدونکی هم وایي چې د یوه ډول نمبر لرونکي پنځه ریکشاه ګانې یې په ښار کې لیدلې چې ګرځي راګرځي.
نوموړی زیاتوي چې: “په خپلو سترګو مې لیدلي دي چې د بالکل یو ډول نمبر پلیټ درلودونکې پنځه ریکشاه ګانې په ښار کې ګرځي.”
احمد همدارنگه وایي چې دا ډول بېلګې خورا زیاتې دي او په وینا یي چې په دې چاره کې د ترافیکو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي لاس لري او دا پلیټونه یي پلورلي.
ریکشا چلوونکی عبدالحمید په دې برخه کې د یوې بلې ستونزې یادونه هم کوي او وایي: “په لسګونو داسې ریکشاه چلونکي پېژني چې خپل اصلي جواز يې پلورلی دی او د اصلي جواز په کاپي باندې په ښار کې ګرځي”
نوموړی همداراز وایي چې په همدغه یو نمبر پلیټ پنځه او شپږ ریکشاه ګانې په ښار کې ګرځي چې سخت بیرو بار یې په ښار کې جوړ کړی دی.
له دې اخوا نیوکه داده چې د جلال آباد ښار په زړه کې جعلي پلیټونه پلورل کېږي چې دولت يې په وړاندې غلی دی، د جلال آباد ښار یوتن اوسېدونکی او د پوهنتون محصل حامد ابراهیمي پدې اړه وايي: “په میا اسلم پلازه کې داسې جعلي پلیټونه او اسناد جوړېږي چې له اصلي سره یې توپیر ګران دی، همدې چارې په ښار کې نا امني او بیروبار زیات کړی دی.”
ښاغلی ابراهیمي زیاتوي چې ترافیک دغه ډول ریکشاوې او موټرې پېژني خو د څو پیسو لپاره پرې سترګې پټوي.
همدارنګه یو تن ریکشا چلوونکی د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې دغه ډول پلیټونه له درې زرو ترڅلور زرو افغانیو پورې اوس مهال په جلال آباد ښار کې پیدا کېږي.
“ګهیځ” وغوښتل د یادې موضوع په تړاو د ننګرهار د ترافیکو ریاست نظر واخلي خو له بار بار هڅو سره سره، هغوی پدې تړاو له نظر ورکولو ډډه وکړه. خو په ورته وخت کې د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان د همدې موضوع په تړاو ګهیځ ته وویل چې تر دې دمه یې پدې اړه داسې کوم څه ندي موندلي چې دا ادعا ثابته کړي.
نوموړی زیاتوي: پدې ورستیو کې په جلال آباد ښار کې د ریکشاوو په برخه کې نظم رامنځته شوی دی او مونږ هڅه کوو چې ښاري نظم له ګډوډيو وژغورل شي.”
د یادونې وړ ده چې تر دي وړاندې هم د جلال آباد ښاریانو په دغه ښار کې له ګڼې ګوڼې سر ټکاوه، خو دولت وايي چې د نا امنۍ د مخنیوۍ او د ښاري نظم په موخه يې یو شمېر ګامونه پورته کړي دي چې ښه نتیجه به ورکړي، په داسې حال کې چې ځایي خلک تېر ته په کتو، د چارواکو دغو وعدو او ژمنو ته هم چندان خوش بینه نه ښکاري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس