معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت؛ بایډن د ارزونې کمیسیون بودیجه توشیح کړه

په افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن ماموریت؛ بایډن د ارزونې کمیسیون بودیجه توشیح کړه

ګهیځ: د امریکا ولسمشر جو بایډن په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شل کلن ماموریت او ماتې لپاره د ځانګړي کمیسیون د جوړولو بودیجه توشیح کړه.
د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن د کانګرس له لوري د دفاعي بودیجې باوري شوې طرحه توشیح کړه.
په دې بودیجه کې د هغه کمیسیون لپاره هم ځانګړې بودیجه شامل ده چې ټاکل شوې په افغانستان کې د امریکا شل کلن ماموریت او ماتې وڅېړي. د دې کمیسیون لپاره ټاکل شوې چې ۱۶ غړي وګمارل شي.
یاد کمېسیون به خپل لومړنی راپور د یو کال په اوږدو کې خو وروستی راپور به د درېیو کالونو په اوږدو کې وړاندې کوي.
د امریکا کانګرس وایي په دې راپور کې له یاد شوي مواردو به د امریکا د راتلونکو سټراپېژیو او چلند لارو لپاره کار اخیستل کېږي.
ځينې امریکایي استازي بیا په دې کوي چې د څېړنې په لړ کې هغه کسان باید سزا وویني چې د ماتې او اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو لامل شوي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس