معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / پاکستان کې د تندر لوېدو په پېښه کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی

پاکستان کې د تندر لوېدو په پېښه کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري۲۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د تندر لوېدو په وروستیو پېښو کې د مړو شويو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د تندر لوېدو له امله ۲۱ کسان په پنجاب او ۵ نور په بلوچستان کې مړه شوي دي.

په پاکستان کې په یوه ورځ د تندر لوېدو پېښو کې د دومره کسانو وژل کېدل بې ساري بلل شوي دي.

د چارواکو په خبره په یادو سیمو کې تر نیم ساعت سخت باران وروسته په بېلابېلو سیمو کې تندرونه لوېدلي دي.

د یادولو وړ ده چې پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې روانه اونۍ د سختو اورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس