معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / پاکستان د پيسو له نړیوال صندوق څخه د نور پور غوښتنه کړې

پاکستان د پيسو له نړیوال صندوق څخه د نور پور غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۲۳   مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانۍ رسنیو ویلي، چې د IMF یو پلاوی د پاکستان د اقتصادي وضعیت د څېړنې او د دې هېواد خزانې وزارت ته د نورو پورونو د ورکړې په اړه سفر کوي.

نیو نیوز پاکستانۍ خبري شبکې ویلي، چې د IMF یاد پلاوی به سبا د پاکستان د خزانې وزارت له چارواکو سره د دوهمې ورځې مذاکرات پیل کړي، چې ټاکل شوې دغه خبرې د مارچ تر ۱۸ مې دوام ولري.

یادې رسنۍ زیاته کړې، که د پاکستاني چارواکو له لوري د IMF له پلاوي سره دغه خبرې بریالۍ شي، نو پاکستان به په لومړي قسط کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه نور ۱ میلیارد او ۱۰ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړي.

د پاکستان مرکزي بانک د تېرې جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو، چې اوس مهال په پاکستان د نړیوالو پورونه ۶۵ زره میلیارده پاکستانیو کالدارو ته رسیږي، چې نږدې ۲۳۳ میلیارده ډالره کیږي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس