معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / هند کې د کرکټ سواګریزې سیالۍ “IPL” د اتو افغان لوبغاړو په ګډون سره پیل شوې

هند کې د کرکټ سواګریزې سیالۍ “IPL” د اتو افغان لوبغاړو په ګډون سره پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۴ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هند کې د کرکټ سوداګریزې سیالۍ “IPL” لوبې پیل شوې، چې په کې د افغانستان له لوبډلې هم اته لوبغاړي اخیستل شوي دي.

د کرکټ په دې سترې سوداګریزې سیالۍ کې به لس لوبډلې د شپږ اونیو په ترڅ کې ۷۴ سیالۍ ترسره کړي.

په سږنیو لوبو کې اته افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو برخه دي.

په دغه سوداګریز لیګ کې راشد خان، عظمت الله عمرزی او نور احمد لکڼوال د ګجرات ټایټانز، نوین الحق د لکنوو، فضل الحق فاروقي د سن رایزر حېدر آباد، محمد نبي د ممبی ایڼډینز، مجیب الرحمن او رحمان الله ګربز د کلکټه نايټ رایډرز په لوبډلو کې لوبیږي.

دا لوبې چې د افغانستان پر وخت ماښام پيلیږي، د نړۍ په کچه یو له نوم وتو او د ډېرو مینوالو لرونکې سیالۍ دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس