معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هند کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شوی

هند کې د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۱۱  نېټه):

رسنیو ته د هند په حېدرآباد ښار کې د افغانستان جنرال کونسل ويلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یې په نوي ډيلي کې د افغانستان د سفارت د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر بېرته پیل کړی دی.

په حېدرآباد کې د افغانستان جنرال کونسل سید محمد ابراهیم خېل په یوه.ویډیوي پیغام کې ویلي، چې ده او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلې مېرمن ذکیې وردګ په نوي ډیلي کې د سفارت د کونسلي چارو مسوولیت د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه او افغانانو ته د کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره منلی دی.

په حېدرآباد کې د افغانستان جنرال کونسل زیاته کړې، چې نوموړي او ذکیې وردګ د هند بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوي وو او هلته ورڅخه د دغه وزارت چارواکو په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د کونسلي خدمتونو د بېرته پیلولو غوښتنه وکړه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس