معماری
خانه / اعلامیه / نن هېواد کې د شوروي لښکر د وتلو ۳۵مه کلیزه د حکومتي مسوولینو له لوري ولمانځل شوه

نن هېواد کې د شوروي لښکر د وتلو ۳۵مه کلیزه د حکومتي مسوولینو له لوري ولمانځل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حکومتي مسوولینو له لوري نن له افغانستانه د شوروي اتحاد د وتلو ۳۵مه کلیزه د مرکز کابل په ګډون د هېواد په مختلفو سیمو کې ولمانځل شوه.

سرپرست افغان حکومت په یوه خپره اعلامیه کې هم دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې یوه له ویاړه ډکه بللې او په مناسبت يې خپل مسلمان او زړه ور ملت ته مبارکي ویلې ده.

په دغه اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري، چې په تېرو سلو کالو کې افغانانو درې ځله په دې مېدان کې دا بریا ګټلې او د خپل هېواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده.

اعلامیه کې ویل شوي، داچې په درېيم ځل هم زموږ هېواد نوی له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د استقلال غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ لري.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس