معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / ننګرهار کې د پاکستان ویزې پر ورکړې اوس هم کاروبار روان دی

ننګرهار کې د پاکستان ویزې پر ورکړې اوس هم کاروبار روان دی

ننګرهار کې د پاکستان ویزې پر ورکړې اوس هم کاروبار روان دی
راپور/ ساحل اتل
ګهیځ د خپلو څېړنو پر مټ موندلې، چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د پاکستان ویزو په ورکړه کې لا هم پراخ فساد شتون لري.
د دغو څېړنو په پایله کې دا په ډاکه شوې چې جلال اباد ښار کې د پاکستان قونسلګرۍ مخته ولاړ کمېشن کاران له دوه زره افغانیو نیولې آن تر دوه سوه امریکایي ډالرو پورې له خلکو پیسې اخلي او بیا یې په بدل کې ورته پر پاسپورټونو باندې وېزې لګوي.
په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګري د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو لپاره د یو ټاکلي مهالوېش له مخې هره اونۍ کې په نمبر واره بڼه ویزې لګوي. دوی د هرې اونۍ په پیل کې مهالوېش اعلانوي چې پر اساس يې د هماغو ولایتونو او ولسوالیو کسان کولای شي، په ټاکلي ورځ قونسلګري ته د ویزې لګولو لپاره ورشي، خو دغه سیمه کې ولاړ کمېشن کاران بیا د دوه سوه امریکايي ډالرو په بدل کې هغو اشخاصو ته په یو ورځ کې ویزي لګوي، چې د ولسوالۍ نوبت يي نه وي. همدا راز هغه کسان چې نوبت يې وي او د ویزې اخېستلو لپاره يې مراجعه کړې وي، کمېشن کاران ورڅخه د دوه زره افغانیو په بدل کې پرته له دې چې په نوبت کې ودریږي په هماغه ورځ ویزه تر لاسه کوي.
د ویزې لګولو په بدل کې له خلکو په دغه پېمانه غیر قانوني پیسې اخېستنې مسألې د معلومولو لپاره مو د یو کمېشن کار سره اړیکه ونیوله.
نوموړي پرته له نوبته د ویزې لګولو په بدل کې له موږ څخه د دوه سوه امریکايي ډالرو غوښتنه وکړه. د ګهیځ خبریال چې له نوموړي سره یې د موبایل له لارې خبرې کولې وویل: که چېرې د ولسوالۍ نوبت يې وي، نو بیا د دوه زره افغانیو په بدل کې د همدې ورځې تر پایه ویزه ورته لګوي، خو که وغواړي چې په بې نوبتۍ کې ویزه ولګوي، نو په بدل کې به یې دوه سوه امریکايي ډالر ورکوي.
ګهیځ خبریال هڅه وکړه چې د نوموړي کمېشن کار هویت ته لاسرسی پیدا کړي، خو نوموړي یې په ځواب کې د خپل ډرېور پېژندنه وکړه، چې د هغه له ادرسه خپلې چارې بشپړې کړئ.
ګهیځ سره په خبرو کې یوې بلې پټې سرچینې بیا د دوی دغه ډرېور په اړه بشپړ معلومات شریک کړل.
نوموړي په دې اړه وویل:
((دا د سردار په نوم د دوی یو(قونسل) ډرېور دی، چې بهر یې له عسکرو سره لېن – ډېن جوړ کړی. عسکر دوی ته کسان ورلېږي او خپل کمېشن په کې اخلي؛ مثلا دوی چې د ویزې پر سر پنځلس زره کلدارې اخلي، نو پنځه زره ترې عسکرو ته ورکوي او لس زره همدا سردار نومی کس اخلي. سردار لس زره ترې قونسل ته ورکوي د هر ویزه اخیستونکي نه، بیا ویزه چې ورکوي د شهیدانو او معلولینو ریاست او د صحت عامي ریاست چې و پخوا، دوی د دغې شاته یوه لاره راغلې دغه کسان چې پیسی يي ورکړي په همدې لارې ننباسي او ویزي ورته ورکوي.))
عابدالله مومند چې د ننګرهار ولایت ثمرخېلو اوسېدونکی دی وايي، د پاکستان د ویزې اخېستلو لپاره يې کمېشن کار ته د ۱۴سوه افغانیو ورکړې په بدل کې د سهار تر لسو بجو پاسپورټ باندې د ویزې لګولو کار خلاص شو. په داسې حال کې چې هره ورځ د پاکستان قونسلګرۍ مخ ته په سلګونه کسان د نوبت په تمه د شپې یوه بجه راځي او بیا د ورځې تر ختمېدو پورې په همدې هڅه وي چې پر پاسپورټ ویزه ولګوي، خو هغه کسان چې کمېشن کارانو ته پیسې ورکوي، په یو ساعت کې ویزه ترلاسه کوي. ډېرکله داسې هم کېږي چې یو تن ټوله ورځ تر انتظارو وروسته پرته له دې چې ویزه ولګوي، بېرته خپلو کورونو ته ستنیږي.
سلطان چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، وايي:
((سهار پنځه بجې وې چې د پاکستان قونسلګرۍ ترڅنګ ودرېدم، خو کله چې مې فورمې ډکولې، ولاړو کسانو راته ویل، غواړې ویزه ژر ترلاسه کړې نو د رسمیاتو پیلېدو سره کمېشن کار ته دوه زره افغانۍ ورکړه، لاس نیولی به دې تر جالونو تېر او په لږ وخت کې به اسانۍ سره ویزه ترلاسه کړې. دغو ولاړو کسانو هم همداسې کړي وو.))
سلطان او دې ته ورته نور ډېر کسان د خپلو ناروغانو د لېږد لپاره اړ دي، چې د پاکستان ویزې ترلاسه کولو لپاره په غیر قانوني ډول پیسې ورکړي، خو بلخوا سلګونه هغه کسان چې بې وزله دي او کمېشن کارانو ته د ویزې اخېستلو لپاره د پیسو له ورکړې عاجز دي، په میاشتو – میاشتو نه دي توانېدلي، چې ویزه لاسته راوړي.
خاکسار د دغو خلکو یوه ښه بېلګه ده. نوموړی چې سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د ویزې ترلاسه کولو لپاره یې څو سهاره د قونسلګرۍ مخته سبا کړي، خو بیا هم په دې نه دی بریالی شوی چې ویزه ترلاسه کړي.
نوموړی وايي:
((په دې ګرمۍ کې پنجرو کې ناست یو. نوبت مو نه رارسېږي. نور خلک په موټر کې راشي، دوی سره خبره جوړه کړي. پولیس يې په هغه بله لاره راتاو کړي. پیسې او پاسپورت دواړه ترې واخلي. موږ ته هم کسان راځي وايي، که پنځلس زره ورکولای شې سبا دې ویزه واخله، نو دومره پیسې سړی له کومه کړي؟
پیسې همدا پولیس اخلي. کمېشن کارانو سره لاره لري. که د ورځې پنځه سوه ویزې ورکوي، نیم يې په پیسو ورکوي، قونسلګري هم دې فساد کې ښکېله ده. هغوی ورته د فساد زمینه برابره کړې؛ ځکه دوی پیسې اخلي.))
په ننګرهار کې د پاکستان ویزو د فساد په اړه مو ټول ادعاوي او شواهد د ننګرهار د امنيې قومندانۍ د ویاند فرید خان سره شریک کړل، خو نوموړی سره له دې چې زموږ پیغام يې واخېست، هېڅ ځواب يې په اړه ورنه کړ. له بار- بار هڅو وروسته په دې وتوانېدو، چې په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ د فساد په اړه د ننګرهار ولایتي ادارې نظر واخلو.
د ننګرهار والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی مني، چې د ویزو په ورکړه کې فساد شتون لري. نوموړی وايي: ((موږ دغه ادعاوې کله هم نه دي رد کړي، چې دلته فساد نشته. فساد شته، ولې د فساد د مخنیوي لپاره ولایتي ادارې له ټولو هغو لارو چارو استفاده کړې، چې خلکو ته سهولت برابر شي او د فساد مخنیوی وشي. په دې برخه کې حتی پولیس هم نیول شوي، چې هغوی فساد ته زمینه برابروله. خپله ښکېل مسؤولین هم په کې نیول شوي دي. ځینې کارکوونکي هم نیول شوي دي. دې برخه کې له ټولو هغو لارو چارو استفاده شوې چې د فساد مخنیوی وشي، خو بیا هم تر ډېره کچه اوس سهولتونه رامنځته شوي دي او د فساد مخنیوی تر ډېره بریده شوی دی.))
هڅه مو وکړه چې په دې تړاو په ننګرهار کې د پاکستان قونسلګرۍ مسؤولینو نظر هم واخلو، خو له بار – بار هڅو سره – سره په دې ونه توانیدو چې د فساد دغو مسایلو په اړه د دوی نظر ترلاسه کړو.
په ننګرهار کې د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې د فساد موضوع نوې نه ده؛ بلکې د کلونو را پدېخوا ویزه اخېستونکي د دې پروسې د نه روڼتیا څخه شکایت کوي. که څه هم په دې وروستیو کې د انلاین ویزو په ورکړې سره په دې برخې بیروبار کم شوی، خو د ویزو په وېش کې فساد هغه څه دي، چې د ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو خلکو ته يې لوی سرخوږي جوړ کړی دی.
د تېر ۱۳۹۹ هـ ل کال د میزان په ۳۰مه د ویزو ترلاسه کولو پرمهال د هجوم په یوه پېښه کې چې په فوټبال لوبغاړي کې رامنځته شوه، دولس افغان تورسرې مېرمنې تر پښو لاندې مړې شوې او ګڼ نور کسان په کې ټپیان شول.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس