معماری
خانه / فساد او د ګهیځ مبارزه / ننګرهار کې د دوه معلوم الهویته سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه خښ شوي، چې د اکرامیې پیسې یې نادرکه دي

ننګرهار کې د دوه معلوم الهویته سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه خښ شوي، چې د اکرامیې پیسې یې نادرکه دي

ننګرهار کې د دوه معلوم الهویته سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه خښ شوي، چې د اکرامیې پیسې یې نادرکه دي
خبریال: ایمل ظاهر
هېواد کې د نښتو او جګړو د شدت له امله په ښکېلو لورو کې د مرګ – ژوبلې ګراف لوړ شوی دی. د دغه لوړ ګراف له امله هره ورځ له دواړو لوریو ډېری کسان یا خپل ژوند بایلي او یا هم د بدن بېلابېل غړي له لاسه ورکوي.
افغان حکومت د خپلو وژل شویو یا ټپي شویو سرتېرو لپاره یو اندازه پیسې ځانګړي کړي، څو د ژوند بایلونکي تکفین او د ټپي شوی سرتېري پرې د خپلې تداوۍ ترڅنګ د کورنۍ نفقه برابره کړي.
له همدې امله ځینې داسې پېښې شوي چې د دغو پیسو لپاره جګړو کې وژل شوي سرتيري په لاوارثه توګه دفن شوي دي.
ګهیځ په همدې اړه ځینې شواهد ترلاسه کړي چې ننګرهار کې د دوه معلوم الهویته سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه خښ شوي.
د ګهیځ یوې پټې سرچینې د هغه مکتوب کاپي ګهیځ ته په واک کې ورکړې چې د ۱۳۹۹کال د ۷ میاشتې په ۱۳ نېټه د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له خوا په ۱۲۳ شمېره صادر شوی دی. په دغه مکتوب کې د ملي امنیت، امنیې قومندانۍ او جلال آباد ښاروالۍ څخه په لوګر ولایت کې د وژل شویو دوه داسې امنیتي سرتېرو جسدونه په لاوارثه توګه د ښخېدو غوښتنه شوې، چې ولایت، ولسوالۍ او ورثه یې معلومې وې.
دا دوه تنه سرتېري عنایت الله د محمد عمر زوی د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ او یو بل سرباز شمس د ګل آغا زوی د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي دي
د ننګرهار حوزوي روغتون مسؤولین وايي، دغه جسدونه د ۱۳۹۹ کال د ۶ میاشتي په ۲۷ نېټه ملي امنیت ته د منسوبو کارمندانو له خوا وروړل شوي دي، خو روغتون ته د جسدونو ورسپارلو پرمهال د امنیت د هغه کارمندانو په تړاو د ثبت او راجسټر په کتاب کې هېڅ معلومات نه دي ذکرشوي.
د حوزوي روغتون مشر ډاکټر شفیع الله عظیمي مو د هغو خلکو په اړه وپوښت، چې یاد جسدونه یې روغتون ته وروړي وو.
نوموړي یې ګهیځ ته په ځواب کې وویل:
((په یوه ټونس موټر کې دا دوه جسدونه مونږ ته راوړل شوي او نوکریوال ته یې سپارلي دي. مونږ د راجستر په کتاب کې د جسدونو د راوړونکو نومونه ليکلي. هغوی ځانونه د ملي امنیت کارمندان معرفي کړي وو، یوه تن یې خپله د ټيلېفون شمېره هم موږ ته پریښې وه، خو اوس هغه شمېره بنده ده او زنګ نه ورځي.))
بل لور د جلال اباد ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د عامي روغتیا ریاست لخوا همدا ورلېږل شوی مکتوب ناسم بللی او د وژل شویو سرتېرو له ښخولو څخه یې ډډه کړې وه.
د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حضرت علي آغا زیاته کړه:
((د ۱۳۹۹ کال د شپږمې میاشتې په ۲۷ نېټه موږ ته د روغتیا ریاست له خوا په ۱۲۳ نمبر صادر شوی مکتوب رالېږلی چې یوه کاپي یې امنیت، بله یې قومندانۍ او بله یې مونږ ته استول شوې ده. په دغه را استول شوي مکتوب کې یې له مونږ څخه غوښتي وو چې دا دوه د سرتېرو جسدونه په لا وارثه ډول ښخولو کې ورسره همکاري وکړو، خو موږ هېڅکله هم د داسې جسدونو په ښخولو کې همکاري نشو کولی؛ ځکه دا جسدونه معلوم نومونه لري، کورنۍ لري، ولایت او ولسوالۍ یې معلومي دي، نو دا زموږ د لایحې خلاف دي. دا عسکر دي او د نظام لپاره یې قرباني ورکړې. موږ یې هېڅکله هم په لا وارثه توګه نشو ښخولی. مونږ هغه جسدونه ښخوو، چې هېڅ ورثه یې معلومه نه وي.))
اما د دې برعکس د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نصیر احمد دراني چې له جلال اباد ښاروالۍ څخه یې معلوم الهویته جسدونه په لا وارثه توګه د ښخېدو غوښته کړې وایي، دا کار یې په قانوني ډول ترسره کړی دی.
درانی وایي:
((دغه جسدونه مو تر څو ورځو پورې په مرده خانه کې ساتلي وو، خو ورثه یې معلومه نشوه. په راډیو – ټلویزیون کې مو د دوی په اړه اعلانات وکړل، اما بیا هم د دوی ورثه معلومه نشوه. بیا ځلې مو ملي امنیت او امنیه قومنداني په جریان کې کړه، خو کوم مثبت څه مو ترلاسه نه کړل. بالآخره مجبور شو چې په لا وارثو کې یې ښخ کړو؛ ځکه بله لاره یې نه وه.اول وي او که اخر، دا جسدونه به په همدې ډول خښېدل.))
ګهیځ د عامې روغتیا له رئیس څخه د هغو اسنادو غوښتنه وکړه چې روغتیا ریاست د جسدونو د ورثه و پیدا کولو لپاره له رسنیو اعلانات خپاره کړي وي، خو نوموړي په دې اړه هېڅ اسناد په لاس کې نه لرل او نه هم له ملي ټلوېزیون څخه په دې اړه موږ ته معلومات راکړل شول.
اوس ګهیځ داسې اسنادو ته لاسرسی موندلی چې روغتیا ریاست له جلال اباد ښاروالۍ څخه په لا وارثه توګه د یادو سرتېرو ښخېدو لپاره ۱۲۳ نمبر صادر شوی مکتوب دوباره اېډېټ کړی او د سرتېرو نومونه، د پلار نوم، د ولایت او ولسوالۍ نومونه یې ترې حذف کړي او له لومړي مکتوب څخه څو ورځې وروسته یې په هم هغې پخوانۍ نېټې جلال اباد ښاروالۍ ته استولی، چې له مخې یې جلال اباد ښاروالۍ هم جسدونه په لا وارثه توګه ښخ کړي دي.
ګهیځ د خپل متواترو هڅو او څو میاشتو څېړنو وروسته بیا هم په دې ونه توانېده چې د دغو دوو جسدونو پورې تړلې کورنۍ پیدا او په دې تړاو ورسره خبرې وکړي؛ ځکه په دې مورد کې ګهیځ سره د معلوماتو له شریکولو څخه ډډه کېدله.
د نظامي چارو پوهانو په باور د معلوم الهویته جسدونو په لا وارثه توګه ښخول د سرتېرو او د دوی د کورنیو پر ذهنیت بد اغېز پرې باسي، چې له امله یې ممکن د حکومت نظامي صفوف په لویه پیمانه اغېزمن شي، خو دا چې دغه چاره د پیسو ترلاسه کولو په بدل کې ترسره کېږي، د چارو پوهان یې په اړه نظامي برخه کې پر جدي پلټنې او سپړنې تأکید کوي، څو راتلونکي کې سرتيري او د دوی کورنۍ د خپلو کورنیو د غړو له نامعلوم برخلیک څخه وېره ونه لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس