معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کانال ریاست کې د مالدارۍ له فارمونو په روان کال د شیدو اندازه ۲۱۶ زره لیټرو ته لوړه شي

ننګرهار کانال ریاست کې د مالدارۍ له فارمونو په روان کال د شیدو اندازه ۲۱۶ زره لیټرو ته لوړه شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری  ۸ مه  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د کانال ریاست مسوولینو ویلي، چې د اټکل له مخې په ۱۴۰۲ هـ ل کال کې د دغه ریاست د مالدارۍ له فارمونو د شیدو کچه ۸۸ زره ۱۶۸ لیټرو ته رسېده.

د مسوولینو په وینا د شیدو اندازې د لوړ اټکل علت د ننګرهار وادي کرنیز شرکت له لوري د مالدارۍ فارم ۲۷۲ څارویو ته د خوراک او تقویتي برخې لپاره د لوازمو او امکاناتو پام کې نیول دي.

اوس مهال هره ورځ د دغه فارم ۴۵سره غواګانې شاوخوا ۴۵۰ لیټره شېد ې ورکوي.

د ننګرهار کانال شرکت ريیس، مولوي غلام الرحمن کظيم ویلي، د مالدارۍ د پياوړتيا لپاره يې نوې هڅې پیل کړي، چې له مخې به یې تازه او کورني لبنياتو برخه کې د ځان بساینې لپاره هلې – ځلې نورې هم چټکې شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس