معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / له اسلامي امارته د افغان شعیه ګانو غوښتنه: جعفري مذهب دې په رسمیت وپېژندل شي

له اسلامي امارته د افغان شعیه ګانو غوښتنه: جعفري مذهب دې په رسمیت وپېژندل شي

ګهیخ: نن سې شنبه (د مرغومي ۷مه) د افغانستان د شعیه مذهب یوې ډلې د اسلامي امارت له نوي حکومت غوښتي چې، جعفري مذهب په رسمیت وپېژني او د یوه ټولګډوني حکومت په چوکاټ کې دې د دوی حقونو خوندي کړل شي.
دغې ډلې په یوه بیا کې د اسلامي امارت له حکومته غوښتي چې، د شيعه ګانو مدني، سياسي، اقتصادي، ټولنيز، کلتوري، سياسي حقونه او د بيان ازادي خوندي کړي.
حسین عالمي بلخي چې، د «افغانستان د شيعه ټولنې غوښتنې او نظرياتو» تر سرلیک لاندې د یادې مسودې د چمتو کوونکو د ډلې غړی دی، رسنیو ته ویلي، چې دا د شيعه ګانو “عمومي” غوښتنې دي او په وينا یې دا مسوده د ټولو سياسي او کلتوري بنسټونو او مهمو شيعه څېرو په شتون کې جوړه شوې ده.
هغه ویلي، د شعیه ګانو په استازیتوب دغه غوښتنې د اسلامي امارت له ټولو مشرانو سره شریکوي.
په بيانيه کې د شيعه ګانو د بنسټيزو غوښتنو په ګډون د پخوا په څېر د جعفري مذهب د رسمي دريځ ساتنه، د شيعه ګانو لپاره د دې مذهبې له مخکې محکمو کې پرېکړې کول او په قضا کې د شيعه ګانو د ونډې غوښتنه هم شامله ده.
شعیه ګانو په دغې بیانیه کې د اسلامي امارت د هغه ژمنې هرکلی کړی چې د ټولو افغانانو لپاره ټول ګډونی حکومت جوړوي او د دوی په وينا ثبات او پرمختګ به د شيعه ګانو له ګډون پرته ناشونی وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس